د کډوالۍ نړۍوال سازمان: په تېره یوه اونۍ کې تر ۷۰ زره ډېر کسان له افغانستانه وتلي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، د زمري له ۲۸ د روانې میاشتې تر ۳ نیټې پورې څه باندې ۷۲ زره کسان له افغانستانه وتلي دي.

د ملګرو ملتونو اړوند د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په دې موده کې له بېلابېلو هېوادونو څه باندې ۶۴ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې په دې موده کې له افغانستان څخه د وتلو کسانو شمېر دغه هېواد ته د ستنېدو په پرتله ۱۱ سلنه زیات وو.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي دي، چې د دې اونۍ په ترڅ کې ۵۹ سلنه بیا ستانه شوي کسان د ایران څخه وو.

په همدې موده کې ۵۳ سلنه خلک بیا بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه راپور له مخې، په دې موده کې له ایران څخه څه باندې ۳۸ زره او له پاکستان څخه څه باندې ۲۶ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کډوالۍ د نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، له ایران څخه د راستنو شویو ښځو ۱۸ سلنه یې د ۱۸ او ۵۹ کلونو ترمنځ دي.

دغه سازمان ویلي، چې افغانان په ټوله کې د اقتصادي ستونزو، درملنې او د کورنۍ د لیدو لپاره ایران او پاکستان ته تللي دي.

ملګرو ملتونو په وار - وار په افغانستان کې د بشري ناورین او د خوړو د نه خوندیتوب په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې دغه وضعیت د دې لامل شوی، چې افغانان د کار موندلو لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

نور خبرونه

رادیو