ټي‌ټي‌پي: په اګسټ میاشت کې مو په ۲۴۳ بریدونو کې ۴۴۷ پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۱

د تحریک طالبان پاکستان ډله (ټي‌ټي‌پي) په خپل یو میاشتیني راپور کې وايي، د ۲۴۳ بریدونو په ترڅ کې یې د پاکستان ۲۰۲ تنه امنیتي ځواکونه وژلي، ۲۴۵ یې ټپیان کړي او اووه تنه نور یې ژوندي نیولي دي.

دغې ډلې په خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل پښتو ته هم رسېدلې لیکلي، چې دغه ټول بریدونه یې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو په بېلابېلو ولسوالیو کې کړي او د پوځ، پولیسو او استخباراتي ادارو کارکوونکو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د خبر پاڼې له مخې، په تېره میاشت کې یې تر ټولو زیات بریدونه د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان او بنو ولسوالیو کې کړي دي.
په خبرپاڼه کې تر سره شوي بریدونه لیزري، د خرپ او ترپ، لاسي بمونو، بمي چاودنو، تعارضي، څو یا کمینونه، ځوابي، هدفي او توغندویز بریدونه ښودل شوي دي.
دا رنګه دغې ډلې ادعا کړې، چې په ترسره شویو بریدونو کې یې د پوځ او نورو امنیتي ځواکونو ۳۹ کشفي کمرې، ۱۷ پوځي موټر، شپږ پوځي ودانۍ، یو زغروال ګاډی او پنځه ډرون کمرې یې ویجاړې کړې هم دي.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې لیکل شوي، چې په دغو بریدونو کې یې ډول، ډول وسلې، جګړه‌ییز مهمات، مخابرې او سلګونه مرمۍ او شاجورونه هم تر لاسه کړي دي.
که څه هم چې تر اوسه د پاکستان پوځ او نورو امنیتي ادارو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو په تېره میاشت کې د پاکستان پوځ هم د یو شمېر بریدونو پخلی کړی او دا یې هم ویلي و، چې د دغو ټولو بریدونو غچ به له وسله‌والو مخالفینو څخه اخلي.
دا رنګه پاکستاني چارواکو د دغو بریدونو وروسته څو، څو وارې د دغو بریدونو پړه پر افغان طالبانو هم اچولې وه، چې ګواکې ټي‌ټي‌پي ډلې ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې؛ خو طالبانو تل دغه ادعاوې بې بنسټه بللې دي.

نور خبرونه

رادیو