پاکستان: ترهګرو غوښتل چې په اسلام اباد کې د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه وځنډوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په بلوچستان کې شوي وروستي برید ته په اشارې سره ویلي، د بلوڅانو ازادي غوښتونکي غورځنګ غوښتل په اسلام اباد کې د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه ګډه وډه کړي.

په پام کې ده، چې د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه (د اکتوبر په ۱۵مه او ۱۶مه) په پاکستان کې جوړه شي.
اکسپرېس ټربیون د شنبې په ورځ د (وږي په ۱۰مه) راپور ورکړ، چې محسن نقوي دغه څرګندونې د پاکستان په مشرانو جرګه کې سناتورانو ته کړې دي.
دغې خپرونې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له قوله لیکلي:« موږ داسې شواهد موندلي، چې ښيي هغوی غوښتل د شانګهای د همکاریو سازمان جوړېدونکې غونډه ګډه وډه کړي.»
هغه وویل: د اګسټ د ۲۶مې بریدونه د شانګهای د همکاریو سازمان د غونډې پر ضد جوړه شوې دسیسه وه.
د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ (د اګسټ ۲۶مه/ د وږي ۵مه) خبر ورکړ، چې د بلوڅ بېلتون پالو په بریدونو کې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې لسګونه کسان ووژل شول.

دا په تېرو وروستیو کلونو کې د بلوڅ بېلتون پالو تر ټولو ستر بریدونه ول.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې هېواد به یې هیڅکله چا ته اجازه ور نکړي چې په اسلام اباد کې د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه ګډه وډه کړي.
روسیه، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، پاکستان، ازبکستان او بېلاروس د شانګهای د همکاریو سازمان غړي هېوادونه دي.

نور خبرونه

رادیو