ګارډین د اکسفورډ د ریاست لپاره د عمران خان پر نوماندۍ د طالبانو د ملاتړ له امله نیوکه کړې

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۱

ګارډین ورځپانې د اکسفورډ پوهنتون د ریاست لپاره د عمران خان د نوماندۍ په اړه په یوه انتقادي مقاله کې لیکلي چې نوموړی د طالبانو ملګری دی.

دغې ورځپاڼې لیکلي، چې عمران خان د طالبانو د بریا مبارکي ورکړې او د افغان نجونو پر زده کړو بندیز لګول یې توجیه کړي دي.

ګارډین ورځپاڼې د وږي په ۱۱مه د اکسفورډ پوهنتون د مشرۍ لپاره د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نوماندۍ په غبرګون کې لیکلي، چې ښايي د هغه په ټاکلو کې د نوموړي د نظر احتمالي اغیزو ته پام نه وي شوی.

د ګارډین په مقاله کې راغلي چې عمران خان یو وخت د اسامه بن لادن د تروریست له ویلو ډډه کړې وه او هغه یې "شهید" بللی و. د مقالې لیکوال دا هم څرګنده کړې ده چې عمران خان یو وخت د سلمان رشدي حضور نه دی زغملی او هغه یې په «کفر ویلو» تورن کړی دی.

د مقالې لیکوال زیاته کړې چې هغه په تیرو وختونو کې ویلي و، چې ښځې باید نارینه "ازمایښت" نه کړي، ځکه چې ټول نارینه د دې وړتیا نلري چې خپل هوس کنټرول کړي. دا څرګندونې ښيي چې ښاغلی خان د ښځو په اړه د اسلامي بنسټپالو ډلو نظرونه تعقیبوي.

تر دې مخکې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر سلاکار زلفي بخاري د زمري په ۲۹ مه ویلي و، چې عمران خان د انګلستان د اکسفورډ پوهنتون د ریاست په ټاکنو کې د ګډون غوښتنه کړې ده. هغه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: "د عمران خان د غوښتنې له مخې، د اکسفورډ پوهنتون د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو لپاره د هغه د غوښتنلیک لیږل شوی دی. موږ د کمپاین لپاره د هرچا ملاتړ ته سترګې په لار یو."

د اکسفورډ پوهنتون ریاست ټاکنې به د لړم میاشتې په اوومه نېټه انلاین پیل شي. اکسفورډ پوهنتون اعلان کړی، چې تر هغه وخته به د نوماندانو نومونه نه اعلانوي چې د دوی لیست نهايي شوي نه وي. ویل شوي، چې په دغو ټاکنو کې فارغ شوي محصلین او د پوهنتون کارکوونکي برخه اخلي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان له شاوخوا یو کال راهیسې په زندان کې دی. د عمران خان سلاکار دا نه ده څرګنده کړې، چې که عمران خان دا ټاکنې وګټي، نو په پاکستان کې به له زندانه د اکسفورډ پوهنتون مشري څنګه کوي.

نور خبرونه

رادیو