د پاکستان ولسمشر: د ترهګرۍ ضد جګړه کې ولس د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

د پاکستان ولسمشر په يوې اعلاميه کې ويلي، چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ په وړاندې عملياتو کې ولس د امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي.

ولسمشر اصف علي زرداري زياتوي، چې د ترهګرۍ ضد عمليات به تر هغه دوام ولري، تر څو هېواد کې ثبات رامنځ ته شي.

پاکستان راډيو د شنبې په ورځ (د وږي ۱۰ مه) په یو راپور کې ويلي، چې ولسمشر د وسله والو په وړاندي عمليات بريالي بللي او د خپلو ځواکونو ستاینه یې کړې ده.

د پاکسان پوځي چارواکي وايي، چې د خيبرپښتونخوا په تېرا سېمه کې يې د عملياتو پر مهال ۳۷ وسله وال وژلي او ۱۴ نور يې ټپي کړي دي.

د معلوماتو له مخي، پوځ د خيبرپښتونخوا په تېرا دره کې د وسلو په وړاندې دغه عمليات درې اونۍ وړاندې پيل کړي و.

نور خبرونه

رادیو