محسن داوړ: د طالبانو پر ضد له مبارزې پرته د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه نه کیږي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

د ملي جمهوري ګوند مشر محسن داوړ وايي، هر هغه څوک چې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، لومړی ګام دې د طالبانو پر ضد پورته کړي.

هغه وايي، د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه باید لومړی د طالبانو پر ضد وشي.

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او د ملي جمهوري ګوند مشر محسن داوړ تېر ماښام جمعه د (وږي نهمه) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د طالبان پر ضد له مبارزې کولو پرته د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه نه کیږي، او په وینا یې هر څوک چې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي نو لومړی ګام دې د طالبانو پر ضد پورته کړي.

ښاغلي داوړ، هغو قامپرستو پښتنو ته په اشارې سره ویلي، چې د ده په خبره غواړي یو ډول طالبان ومني او د هغوی په وړاندې یې په خپل پخواني دریځ کې نرم والی راوستی، هغه وايي: «که چیرته څوک د اسټيبلشمنټ استاذو او د جبر اله کارو یعنې طالبانو ته قانوني حثیت ورکولو لپاره بهانې جوړوي او لارې لټوي نو بيا د اسټيبلشمنت پرضد د دوی بیانیې بې بنیاده او دروغجنې دي.»

محسن داوړ وايي، داسې چارې او تګلارې د پښتنو د حقونو مبارزه نه بلکې د هغوی د مبارزې په نوم د هغوی پر حقونو معامله کول دي.

هغه وړاندې وايي، کومو قامپرستو پښتنو چې خپل زړونه په طالبانو پورې تړلي او د هغوی په اړه يې خپل دریځ نرم کړی، هغوی په ناسم پوهاوي کې روان دي، «دوی په دې باور دي چې د طالبانو له واکه به ګټه واخلي، خو هغوی ته پکار ده چې د افغانستان له تجربې یې زده کړي.»

که څه هم محسن داوړ په څرګنده د چا نوم نه دی اخیستی، خو په دې وروستیو کې د ملي جمهوري ګوند د پلویانو او د پښتنو قامپرست مشر محمودخان اڅکزي د پلویانو تر منځ په خواله رسنیو کې ناندرۍ روانې دي.

محسن داوړ په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي، چې «د طالبانو منل له ولس او قام سره د غدارۍ په معنا ده.»

نور خبرونه

رادیو