د پاکستان د روغتیا وزارت منلې چې د بیزو د تڼاکو یا چیچک ناروغۍ پېښې درېیو ته لوړې شوې دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

په خيبرپښتونخوا کې د بیزو د تڼاکو یا چیچک ناروغۍ درېيمه پېښه ثبت شوې ده.

د پاکستان د روغتیا وزارت ویلي، چې د بیزود تڼاکو دوه شکمن کېسونه تېره ورځ د پېښور هوايي ډګر د روغتیايي کارکوونکو له خوا پېژندل شوي.

د پاکستان د روغتیا وزارت زیاتوي چې د دغو دوو تنو شکمن کیسونه یې د پېښور د خيبر‌ ميډيکل پوهنتون یوه لابراتوار ته لیږلي وو، چې يوه پېښه په کې مثبته راغلې.

ویل کیږي دغه ناروغ کس د پېښور اوسېدونکی دی.

د خيبر پښتونخوا ایالت د عامې روغتيا مشر ډاکټر ارشاد وايي، چې د ناروغ حالت مخ په ښه کېدو دی او د پوليسو په روغتون کې يې درملنه کېږي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دا په روان کال کې په خيبرپښتونخوا کې د بیزو د تڼاکو (ايم پیکس) ناروغۍ درېيمه پېښه ده.

د پاکستان د روغتیا وزارت ویلي، د اغېزمن کس په اړه پلټنه روانه ده، او وايي دغه کس له عربي هیوادونو پاکستان ته راغلی دی، او وايي، د دوی اړوند ټول ټیمونه په هوايي ډګرونو کې د راتلوونکو مساپرو کلکه روغتیايي پلټنه کوي.

د ډاکټر مختار په نوم یوه پاکستاني ډاکتر رسنیو ته ويلي، چې پاکستان د ایم پیکس ناروغۍ د مخنیوي لپاره یوه اغېزمنه تګلاره جوړه کړې چې له مخې به یې د دغې ناروغۍ د خورېدو مخه ونیسي.

نور خبرونه

رادیو