د پاکستان پوځ وايي د پښتونخوا په تیرا کې یې ۳۷ وسلوال ووژل

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

د پاکسان پوځي چارواکو پاکستاني رسنيو ته ويلي، چې د پښتونخوا په تېرا کې يې د عملياتو پر مهال ۳۷ وسله وال وژلي او ۱۴ نور يې زخمي کړي دي.

پوځ په تېرا دره کې د وسلو په وړاندي دغه عمليات د اګسټ په ۲۰ مه پيل کړي دي.

د پاکستان راډيو د شنبې په ورځ د پاکستان پوځ د قومندانانو له قوله ليکلي، چې په دې عملياتو کې يې د وسله والو یو مهم مشر په صدام مشهور ابوذر هم وژلی دی.

د پوځ د سرحدي لېوا یو قومندان امیر نواز خان ويلي په تېرا دره کې يې د وسله والو په زياتو پټنځيو عمليات کړي او له منځه یې وړي دي.

بل لوري ته بیا د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې پرون ويلي، چې د استخباراتي مالوماتو له مخې یې بلوچستان کې د بلوڅ بېلتونپالو پرضد مختلفو سیمو کې عملیات پیل کړي دي.

دا عملیات د تېرې دوشنبې د هغو بریدونو په ځواب کې دي، چې بلوڅ بېلتونپالو د دې صوبې په ۱۴ ځایونو کې وکړل او تر ۷۳ کسان پکې ووژل شول.

نور خبرونه

رادیو