عمران خان وايي افغان طالبان د ده په واکمنۍ کې د ټي ټي پي ځپلو ته چمتو وو

AP ۱۴۰۳ وږی ۹

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، چې افغان طالبان د ده د واکمنۍ پر مهال د "ټي ټي پي" د ځپلو لپاره همکارۍ ته چمتو وو.

عمران خان زیاتوي، چې حکومت یې له ډیورنډ کرښې پورې غاړه د ترهګرۍ په اړه له افغان طالبانو سره فعالې خبرې درلودې.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د خپلې واکمنۍ پر مهال "ترهګرو" ته د پټنځیو د ورکولو ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د حکومت له نسکورېدو او د طالبانو واکمنېدو سره، پاکستان له افغان طالبانو وغوښتل، چې د تحریک طالبانو پاکستان مرکزونه له منځه یوسي.

ده همداراز زیاته کړه، چې افغان طالبان د پاکستان له حکومت سره همکارۍ ته چمتو وو.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف مشر هم ومنله چې د ای اېس ای پخوانی مشر جنرال فیض حمید د ټي ټي پي د ځپلو لپاره له افغان طالبانو سره په تماس کې و.

د تحریک انصاف مشر ویلي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ادعا کوي چې "ترهګر" له افغانستانه بهر فعالیت کوي، په دې معنا چې پر تحریک انصاف لګېدلي تورونه بې بنسټه دي. هغه د پاکستان پوځ په بلوچستان کې د وروستیو ناکراریو مسوول وباله.

عمران خان د خپلې واکمنۍ پر مهال د ټي ټي پي د له منځه وړلو لپاره له افغان طالبانو سره د همکارۍ خبره کوي،چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ له یوې پاکستاني رسنۍ سره په خبرو کې د پاکستاني حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د خبرو منځګړیتوب ته د دغې ډلې د چمتووالي خبره کړې وه.

مجاهد ویلي، چې افغان طالبان کولای شي د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د خبرو منځګړتوب کړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ خبرې رد کړې او له افغان طالبانو یې غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان غړي دغه هېواد ته وسپاري.

نور خبرونه

رادیو