د پاکستان پوځ بلوچستان کې د وروستیو بریدونو غبرګون کې عملیات کوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۹

د پاکستان پوځ وايي، د استخباراتي مالوماتو له مخې یې بلوچستان کې د بلوڅ بېلتونپالو پرضد مختلفو سیمو کې عملیات پیل کړي دي.

دا عملیات د تېرې دوشنبې د هغو بریدونو په ځواب کې دي چې بلوڅ بېلتونپالو د دې صوبې په ۱۴ ځایونو کې وکړل او تر ۷۳ کسان پکې ووژل شول.

پوځ هغه مهال پوځ وویل چې د دې بریدونو په ځواب کې یې ۲۱ وسلوال وژلي او په مقابل کې یې د څلورو امنیتي سرتېرو په ګډون ۱۴ پوځیان وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو اداره نن وايي، په دغه صوبه کې یې په دریو تازه عملیاتو کې پنځه وسلوال وژلي او درې یې ټپي کړي دي.

پوځ وايي، تر هغه به یې دا عملیات روان وي چې د تېرې دوشنبې د بریدونو عاملان او د هغوی ملاتړي یې له منځه وړي نه وي.

د بلوڅ ازادۍ پوځ د تېرو بریدونو مسوولیت منلی چې تېرو وروستیو کلونو کې تر ټولو مرګوني بلل کېږي.

دوی اسلام اباد په طبیعي زېرمو لکه سرو، سپینو او مسو د بډایه بلوچستان په لوټولو تورنوي او د دې صوبې د خپلواکۍ اخیستلو لپاره د چین د سترو پروژو د پلیتوب مخه نیسي.

د پاکستان لومړی وزیر هم وايي، دا بریدونه د پاکستان او چین د ګډو پروژو د مخنیوي لپاره دي، چې ارزښت یې ۶۵ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

دا پروژې د چین د ولسمشر شي جن پینګ د لار او کمربند پروژې برخه دي.

بېجینګ بلوچستان کې دغه بریدونه غندلي او د وسلوالو پرضد یې د پاکستان د قوي ملاتړ خبره کړې ده.

نور خبرونه

رادیو