د خیبرپښتونخوا په دیر کې د یوه کور چت پرېوتو په پېښه کې ۱۲ کسان مړه شوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۹

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبرپښتونخوا ایالت د دیر ولسوالۍ په میدان سیمه کې د یوه کور د چت پرېوتو په پېښه کې۱۲ کسان مړه شوي.

د راپورونو له مخې مړه شوي ټول کسان د یوې کورنۍ غړي وو.

د پاکستان رسنیو د جمعې په ورځ د (وږي نهمه) راپور ورکړی، چې تېره شه د خیبرپښتونخوا ایالت د بر دیر په میدان سیمه کې د سختو بارانونو له امله د یوه کور د خونې چت غورځېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۱۲ کسان مړه شوي.

د پاکستان جیو نوز د ځايي پولیسو په حواله راپور ورکړی، چې په مړو شوي کسانو کې نهه ماشومان، دوه ښځې او یو سړی شامل دي.

پولیسو ویلي، چې د دغو کسان مړي یې له خاورو را ایستلي دي.

د پاکستان رسنیو د خیبرپښتونخوا، ازاد کشمیر، ګلګت بلتستان او پنجاب ایالت کې د سختو اورښتونو، سېلابونو راوتلو او ځمکې ښویېدو راپورونه هم ورکړي دي.

د راپورونو له مخې په یادو سیمو کې ډیری لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.

خو رسنیو د پاکستان د نورو سیمو څخه د سېلابونو او ورښتونو له امله د ځاني زیانونو په اړه جزیات نه دي ورکړي.

په دې وروستیو کې سختو بارانونو او سیلابونه هند، پاکستان او بنګله دېش سخت ځپلي او د مرګ ژوبلې تر څنګ یې میلیونونه وګړي اغېزمن کړي دي.

نور خبرونه

رادیو