د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او وېزې جبري کېدو په غبرګون کې بیا لاریون شوی

AP ۱۴۰۳ وږی ۹

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او وېزې د جبري کېدو په غبرګون یو ځل بیا لاریون پیل شوی، چې د چمن ښار اوسېدونکو او د ځايي سیاسي ګوندونو سلګونو غړو په کې برخه اخیستې.

د دغې سیمې له خلکو سره ځايي حکومت ژمنه کړې وه چې غوښتنې به یې مني خو وایي نه دي منل شوې.

لاریونوال وایي، د پاکستان د هغې پرېکړي په غبرګون چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه دې تګ راتګ په پاسپورټ او ویزې ترسره شي بیا پاڅون پیل کړی.

دغه لاریونوال د تورو بیرغونو په لیږدولو او د «ډیورنډ پر فرضي کرښه پاسپورټ» نه منو په شعار ورکولو سره د سوېلي پښتونخوا چمن ښار ته راوتلي دي.

له لاریون سره د ولسي خلکو تر څنګ د ځايي ګوندونو غړو هم ګډون کړی دی.

د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅګزی وايي: «موږ په هیڅ صورت له خپلې مبارزي لاس نه اخلو، حکومت مجبوره دی چې زموږ غوښتې ومني. زموږ غوښتنه داده چې پر دروازه باید تګ راتګ له پاسپورټ او ویزې پرته ترسره شي.»

د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ غړی هدایت الرحمان لاریون ته په خپله وینا کې وویل، پاکستان حکومت له افغانستان سره اړیکې ترینګلې کړې دي او پر خلکو یې د کاروبار کړۍ راتنګه کړې ده.

نوموړی وايي: «بلوچستان ایالت د نا امنیو ښکار شوی دی، خو حکومت د دې پر ځای چې د ناامنیو مخه ونیسي پر خلکو یې د کاروبار دروازې تړلې دي او د خلکو ژوند یې خراب کړی دی. موږ هیڅکله د پاکستان ناسمو پالیسیو ته نه تسلیمیږو او موږ د خپلو پښتنو او بلوڅو د حقونو لپاره تر مرګه مبارزه کوو.»

په چمن ښار کې ځايي خلکو، سیاسي ګوندونو، دیني عالمانو او سوداګرو څه باندې نهه میاشتې پرلت وهلي و، خو د ځینو کسانو له لوري کابو شل ورځې وړاندې پرلت په دې پلمه پای ته ورسول شو چې د پرلتوالو غوښتنې به منل کیږي.

خو د پرلت یو شمېر غړي وايي، د بلوچستان ایالت ځايي حکومتي چارواکي ورسره پر کړو ژمنو ونه دریدل او دوی بیاځلي لاریون پیل کړ.

نور خبرونه

رادیو