د ملا هبت الله له فرمانه سرغړونه؛ امیر خان متقي د ښځو د پراختیا سازمان له مشرې سره کتلي

AP ۱۴۰۳ وږی ۹

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کامرون کې د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې په څنډه کې د ښځو د پراختیا د سازمان له اجرایوي مشرې افنان الشعيبي سره کتلي.

په همدې حال کې د امربالمعروف د نوي قانون له مخې "غیر محرمو ښځو" سره کتل او خبرې کول جرم دی.

د اسلامي همکاريو سازمان د جمعې په ورځ - د وږي په نهمه - خبر ورکړ، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متفي د دغه سازمان د بهرنیو وزيرانو شورا د پنځوسمې غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د سرمنشي له استازی طارق علی بخیت، د اسلامي فقهې د فرهنګي سکرتر ، قطب سانو او د ښځو د پراختیا سازمان اجرایوي مشرې افنان الشیبي سره لیدلي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، چې په دې غونډه کې د نجونو د تعلیم او په عامه ژوند کې د افغان ښځو د ونډې په اړه، د دغه سازمان د تصویب شو مسودو پر اساس خبرې شوي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا د امر بالمعروف د نوي قانون په توشیح سره د ښځو غږ عورت بلل شوی او نا محرمو ښځو ته کتل او خبرې کول جرم بلل شوی دی. د دغه قانون له مخې د ښځو له خوا حتی د "قرآن کریم" په لوړ غږ تلاوت هم عورت بلل کیږي.

د اسلامي همکاریو سازمان خبر ورکړی، چې له امیر خان مقتي سره د دغه پلاوي په خبرو کې د «اسلام کې اعتدال»، زغم او د ښځو د ونډې په څېر مسایل مطرح شوي، خو دا یې نه ‎دي روښانه کړي، چې په دې بحثونو کې د امربالمعروف پر نوي قانون هم بحث شوی که نه؟

نور خبرونه

رادیو