بنګله دېش کې سېلابونو ۱.۲۴ میلیونه کورنۍ زیانمنې کړې دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

د بنګله دیش په مرکزي، ختیځ او سوېل ختیځ سیمو کې سېلابونو ۲۳ کسان وژلي او له ۵.۷ میلیونو ډېر یې اغېزمن کړي دي.

د دغه هېواد په ۱۱ ولسوالیو کې شاوخوا ۱.۲۴ میلیونه کورنۍ په خپلو کورنو کې بندې پاتې دي.

دغه سیمې د پرله پسې بارانونو او د سیندونو د اوبو د ډېرېدو له امله د هېواد له نورو برخو څخه جلا شوي دي.

لکه څنګه چې د سېلاب اوبه په تدریجي ډول کمیږي، زیانمن شوي کسان په چټکۍ سره خوراکي توکو، پاکو اوبو، درملو او وچو جامو ته اړتیا لري.

وضعیت په ځانګړې توګه په لېرې پرتو سیمو کې چې د ولسوالۍ مرکزونو ته نږدې نه دي خورا سخت دی.

د بنګله دېش اوسیدونکي اکرام الحق د اګسټ په ۲۱ د خپل یو کلیوال له خوا اړیکه تر لاسه کړه او ورته یې وویل، چې د سېلاب اوبو د بنګله دیش په سویل ختیځ فیني ولسوالۍ کې د هغه پلرنی کور ډوب کړی دی.

هغه وايي، چې په پلرني کلي کې یې یو پوړیز کورونه د اوبو لاندې شوي او خلک د خوړو له کمښت او له ناروغیو سره لاس او ګریوان دي.

د نړۍوال بانک د یو راپور له مخې؛ بنګله دېش د نړۍ یو له خورا اقلیمي زیان منونکو هېوادونو څخه دی او شاوخوا ۳.۵ میلیونه کسان د کلنیو بارانونو او سېلابونو له امله له خطر سره مخامخ دي.

نور خبرونه

رادیو