د طالبانو ملاتړ د اکسفورډ پوهنتون ریاست ته د رسېدو لپاره عمران خان ته سرخوږی جوړ کړی

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

د اکسفورډ پوهنتون د ریاست په ټاکنو کې د ګډون لپاره د عمران خان له غوښتنې وروسته دغه پوهنتون ته لېږل شوي لیک کې خبرداری ورکړل شوی چې نوموړی د طالبانو او اسامه بن لادن د ملاتړ مخینه لري.
په لیک کې راغلي، چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان سابقه ډېره د اندېښنې وړ ده.

جیو نیوز تېره ورځ راپور ورکړ؛ اکسفورډ پوهنتون چې د برېتانیا له معتبرو پوهنتونونو څخه دی یو شمېر اېمېلونه او لیکونه ترلاسه کړي، چې د دغه پوهنتون د ریاست لپاره د عمران خان د نوماندېدو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
د دې راپور له مخې، د دغه فورډ پوهنتون سرچینو هم منلې چې اکسفورډ لاسلیک شوی لیک او څو اېمېلونه ترلاسه کړي، چې پکې له طالبانو د عمران خان د ملاتړ او د فساد د دوسیو یادونه شوې.
اکسفورډ ته په استول شوي لیک کې دا هم ویل شوي، چې عمران خان داسې نظرونه او کړنې لري، چې له افراطي عناصرو په ځانګړې توګه له طالبانو سره تړاو لري.
د راپورونو له مخې، عمران خان وړاندیز کړی و چې طالبانو ته دې په پاکستان کې دفتر پرانیستو اجازه ور کړل شي.
پر دې سربېره، په لیک کې له اسامه بن لادن د عمران خان ملاتړ ته هم اشاره شوې، چې نوموړي د پاکستان په ملي مجلس کې د وینا پر مهال بن لادن ته د "شهید" خطاب کړی و.
په لیک کې له اکسفورډ پوهنتون غوښتل شوي، چې د عمران خان د ټاکلو پایلې دې په جدي توګه څېړي.
اکسفورډ پوهنتون بیا اعلان کړی، چې د نوماندانو نوملړ به تر هغه وخته خپور نه کړي، چې نوملړ یې بشپړ شوی نه وي.
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان سلاکار زلفي بخاري د یکشنبې په ورځ وویل، چې د ښاغلي خان په سپارښتنه یې د اکسفورډ پوهنتون د ریاست لپاره د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د برخې اخیستو په موخه د هغه غوښتنلیک لېږلی دی.
د نوموړي په وینا: «مونږ په ډېرې لېوالتیا سره د یوه تاریخي کمپاین د ملاتړ لپاره د ټولو خواوو برخې اخیستو ته په تمه یو.»
د اکسفورډ پوهنتون د ریاست لپاره ټاکنې د لړم په اوومه پیلېږي.
عمران خان چې په ۱۹۷۵ کال کې له دغه پوهنتون فارغ شوی دی.

نوموړی له یوه کال راهیسې د سیاسي تورونو له امله په بند کې دی.
د عمران خان سلاکارانو بیا له زندانه د نوموړي له خوا د اکسفورډ پوهنتون ریاست د اداره کولو څرنګوالي په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

نور خبرونه

رادیو