طالبانو له پاکستانه غوښتي چې د پېښور- تورخم پر سړک د درول شویو لاریو په اړه پلټنه وکړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د پېښور- تورخم پر لاره د تازه مېوو او سبو شاوخوا دوه زره لارۍ درول شوې، چې افغان سوداګرو ته یې میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.

د طالبانو سفارت دغې مسلې ته د پاکستان د «جدي پاملرنې» غوښتنه کړې ده.

سفارت ویلي، دې چې دغه لارۍ د «خیبر درې» په سیمه کې د یو شمېر کسانو له لوري درول شوې دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د لاریو درول افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اړولی دی.

طالبانو ویلي، چې په دې اړه یې څو ځلې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې، خو تر اوسه پورې یاده ستونزه نه ده حل شوې.

د طالبانو سفارت پر اسلام اباد غږ کړی، چې په پاکستان کې د لاریو د بندولو موضوع جدي ونیسي، چې د دواړو هېوادونو سوداګرو او خلکو ته زیان ونه رسیږي.

د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال د تورخم دروازه څو ځلې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ تړل شوې ده.

د تورخم دروازې په تړل کېدو سوداګرو تل ویلي، چې په میلیونونه ډالرو زیان ورته اوړي.

ګڼ شمېر افغان سوداګرو هم ویلي، چې د تازه میوو او سبو سلګونه لارۍ یې د تورخم پر لاره درول شوې دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د «کوکي خیل» قبیلې بېځایه شویو کډوالو لاریون کړی او لاره یې بنده کړې ده.

نور خبرونه

رادیو