شریف: له ترهګرو سره به خبرې نه کېږي، له بلوچستانه به ترهګري په بشپړه توګه له منځه وړل کېږي

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

د پاکستان لومړی وزیر وایي، چې د وژل شویو وینه به بې ځایه نه ځي له بلوچستان څخه به ترهګري په بشپړه توګه له منځه وړي او له ترهګرو او د پاکستان له دښمنانو سره به خبرې اترې نه کیږي.

شهباز شریف دغه څرګندونې په کویټه کې د پنجشنبې په ورځ (د وږي اتمه) د ملي اکشن پلان په صوبایي مجلس کې وکړې.

په دې غوڼده کې د بلوچستان په امنیتي وضعیت وڅېړل شو.

په غونډه کې شهباز شریف وویل: «د ترهګرو ناپاکې موخې به له خاور سره خاورې کړو، ترهګر به له منځه یوسو، څوک چې د پاکستان قانون او بیرغ مني له هغوی سره د خبرو اترو اړتیا شته، دښمن نه غواړي چې د سي پیک کا منصوبه پر مخه یوړل شي او په بلوچستان کې پرمختګ وشي.»

ښاغلي شریف زیاته کړه: « زمونږ د سرتېرو او هغو ځوانانو چې قربانۍ ورکړې به بې ځايه نه ځي، د بلوچستان د پرمختګ په لاره كې پراته خنډونه به لرې كړل شي.»

بلوڅ بېلتونپالو تېره دوشنبه د بلوچستان د موساخېل او بولان په ګډون تر لسو ډېرو ضلعو کې د پوليسو پر مرکزونو، د اورګاډي پر لیکو او د لویو لارو پر ګاډو بریدونه وکړل، چې پخوا یې ساری نه دی لیدل شوی.

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، چې په دغو بریدونو کې تر شپېتو ډېر کسان وژل شوي، خو رویټرز په تازه راپور کې وايي، چې ۷۳ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، د وسلوالو له بریدونو وروسته په نښتو کې ۱۴ امنیتي ځواکونه او ۲۱ وسله وال وژل شوي دي.

په وژل شویو کې لس د پوځ سرتېري او څلور د نورو امنیتي ادارو کسان دي.

نور خبرونه

رادیو