د قزاقستان پولیسو ځينې بې اسناده افغانان نیولي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

د قزاقستان رسنیو ویلي، د دغه هیواد پولیسو په اوکتوبي ښار کې ۱۵ افغانان نیولي دي.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، له دغو افغانانو څخه ځینو يې پاسپورټونه نه لرل او د ځينو يې ويزې ختمې شوې وې.

د قزاقستان د کارلینتا خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ټول کسان د دغه هیواد د کډوالو دفترونو ته وړل شوي چې د دوی هویت او تېره مخینه وګوري.

ویل کیږي چې په نیول شویو کسانو کې یو شمېر د قزاقستان په پلازمینه کې محصلان وو.

د دغو کسانو د برخلیک په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

د قزاقستان پولیسو په دغه هېواد کې د دوی پاتې کېدل ناقانونه ګڼلي او ورته مهال یې له خپلو وګړو غوښتي چې که د بهرنیو وګړو د ناقانونه اوسېدو په اړه معلومات ولري امنیتي ځواکونو ته دې خبر ورکړي.

د غبرګولي په میاشت کې د قزاقستان پولیسو پنځه هغه افغان کډوال چې غوښتل یې په ناقانونه توګه روسیې ته ننوځي، ونیول او بېرته یې افغانستان ته واستول.

د قزاقستان رسنۍ وايي، په دې وروستیو کې یو زیات شمېر کډوالو هڅه کړې چې د دغه هېواد له پولو تېر شي او د روسیې له لارې اروپايي هېوادونو ته ننوځي. په همدې موخه قزاقستان پر خپلو پولو د یوې نوې پوستې د جوړولو پرېکړه کړې ده.

قزاقستان خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې که دوی د نا رسمي لارو له لارې روسیې ته له کډوالو سره مرسته وکړي تر اوو کلونو پورې به یېپه بند محکوم کړي.

نور خبرونه

رادیو