د هوا پېژندنې ادارې په ۲۲ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو اتکل کړی دی.

د دغې ادارې له‌ خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵تر ۴۵) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه وړاندوینه د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، بامیان، کابل، لوګر، میدان وردک، دایکندي، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، روزګان او کندهار ولایتونو کې شوې ده.
یادې ادارې (د وږي په ۹مه او ۱۰مه نېټه) په یاد شمېر ولایتونو کې د تېزو ورښتونو، تالندې، برېښنا، سېلابونو، خاورو، دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د اقلیم په بدلون سره په دې وروستیو کې ډېریو ولایتونو کې سخت سېلابونه راوتلي، چې ډېر شمېر افغانانو ته یې ځاني او مالي تاوانونه رسولي دي.
طالبانو بیا دغو زیانونو ته په کتو سره د اقلیمي بدلون پر وړاندې د چمتووالي په موخه لس کلن پلان نږدې بشپړ کړی دی.
دا پلان په داسې حال کې جوړېږي، چې افغانستان په نړۍواله کچه د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیانمن هېواد بلل شوی دی.
یادې ډلې له نړۍوالو په ځلونو غوښتي، چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې دې ورسره سیاسي چلند نه کوي.

نور خبرونه

رادیو