پاکستان او هند کې سمندر ته څېرمه زرګونه کورنۍ د توپان له امله بې ځایه شوې

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

عرب سمندرګي ته څېرمه د پاکستان او هند ساحلي سیمو کې سخت باران په ښارونو کې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او بې ځایه کېدو ته یې اړ کړي دی.

پاکستان کې چارواکي وايي، د جمعې په ورځ به دغه سیمه کې سخت توپان هم ولګېږي، ځکه یې له کبګیرو غوښتي چې تر شنبې سمندر ته لاړ نه شي.

د سخت ورښت له امله د پاکستان په بندري او اقتصادي ښار کې برېښنا نشته.

پاکستاني چارواکي د سیند صوبې دوو سیمو کې د سخت سېلاب را وتلو اټکل کوي.

د هند ګجرات ښار کې زرګونه خلک بې ځایه شوي، چې د ورښت اړوند پېښو کې دا اونۍ ۲۸ کسان مړه شوي دي.

د موسمي باران له امله په دغه سیمه کې برېښنا هم نشته چې د خلکو ستونزې ور سره لا زیاتې شوې دي.

تر دې مخکې د اقلیمي بدلون له امله ورښت د هند او پاکستان ځینې نورې سیمې هم وځپلې، چې له امله یې لسګونه کسان مړه شول.

نور خبرونه

رادیو