د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار: طالبانو ته مو امتیاز ورکړ او له افغانستانه ووتو

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار اچ ار مک‌ مسټر د سې شنبې په ورځ ویلي، چې ټرمپ هم په خپل وار له افغانستانه په شرموونکې وتنه کې ونډه لری.

هغه ټینګار کړی، چې امریکا له افغانستانه د وتو پر مهال طالبانو ته په امتیاز ورکولو افغانان د خپلو ګټو لپاره قرباني کړل.

مک‌مسټر د سې شنبې په ورځ د سي اېن اېن سره په مرکه کې ویلي:« که خبره داسې وه، چې موږ باید له افغانستانه وتلي و، باید وتلي وای، ولې و نه وتلو؟ هغه څه جې د خبرو اترو په پلمه مو طالبانو ته امتیاز ورکړ، په دې توګه مو افغانان تر پښو لاندې کړل.»
ټرمپ د کابل په هوايي ډګر کې د ۱۳ تنو امریکايي سرتېرو د وژلو د درېیم تلین پر مهال هڅه وکړه، چې له افغانستانه د وتلو ټوله پړه پر بایډن او کاملا هرېس واچوي.

هغه تېره ورځ په یوه مرکه کې ویلي، چې له افغانستانه زموږ وتل حتمي و؛ خو باید دغه وتنه د برم او عزت سره مله وای.
خو د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار وايي، چې ټرمپ هم د دغه سیاست په رامنځته کولو کې چې اوسنی وضعیت یې وزېږاوه، ګرم دی.
له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شو هغه مهال ټرمپ ولسمشر و او د یو شمېر کتونکو په باور چې همدغه تړون د افغانستان د پخواني حکومت په ړنګولو کې مرسته وکړه.
مک‌مسټر د «خپل ځان سره د جګړې» په نوم په خپل نوي چاپ شوي کتاب کې له افغانستان سره د ټرمپ په سیاست په تفصیل سره مالومات وړاندې کړي دي.
نوموړی وايي، کله چې په ۲۰۱۷ کال کې په سپینه ماڼۍ کې د ملي امنیت سلاکار و؛ نو د افغانستان او د اسیا د سویلي سیمو لپاره یې یوه تل پاتې ستراتیژي جوړه کړې وه؛ خو وايي ټرمپ و نه توانید، چې دغې ستراتیژۍ ته وفادار پاتې شي او د اوباما د سټراتیژۍ له مخې یې له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړې او له هغوی سره یې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو پر سر خبرې وکړې.
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار وايي، چې د یوې ترهګرې ډلې سره دا وړ خبرې بې مخینې دي.
مک‌مسټر په دې باور دی، ټرمپ د هغو سلاکارانو او چارواکو تر اغېز لاندې و چې په غوږ کې به یې ورته د امریکایانو «د بې پایه جګړې د ختمولو» او دا چې «افغانستان د امپراتوریو هدېره ده» زمزمه کولې.
ټرمپ د خپلو ټاکنیزو سیالو په منډو ترړلو کې تل پر بایډن نیوکه کړې، چې هغه له افغانستانه د وتلو په برخه کې ګرم دی او پر هغه یې دا نیوکه هم کړې چې ګواکې د بګرام پوځي اډه یې د مېلیونونو ډالرو پوځي تجهیزاتو سره پر ځای پرېښوده.
تېره ورځ د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار له فاکس نیوز سره په مرکه کې له افغانستانه د وتلو په برخه کې پر بایډن هم نېوکه وکړه او ویې ویل، چې د بایډن ډلې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته اوسنی ناورین له پامه غورځولی و.
هغه وویل:« موږ وینو، چې ترهګرې ډلې یو ځلې بیا سمبالېږي. د بایډن حکومت دروغ ویل، چې د طالبانو ډله له نورو ترهګرو ډلو سره توپیر لري.»

نور خبرونه

رادیو