د طالبانو لوی درستیز: پاکستان په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون هیڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

د طالبانو د پوځ مشر وايي، د پاکستان طالبانو تحریک په پاکستان کې حضور لري او له هغه ځایه د دغه هېواد د حکومت پرضد خپل عملیات پلان او عملي کوي.

فصیح الدین فطرت وايي، چې پاکستان په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د شتون په اړه هیڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د طالبانو دغه جګپوړي پوځي چارواکي د دې ډلې د دفاع وزارت د کلنیو لاسته راوړنو په پروګرام کې ویلي، چې د پاکستان طالبانو تحریک د پاکستان پر سیمو کنټرول لري او له هغه ځایه عملیات کوي.

هغه زیاته کړه، چې پاکستان هیڅ داسې ثبوت نه لري، چې دا ډله په افغانستان کې شته او په افغانستان کې عمليات پلان او په پاکستان کې يې عملي کړي.

فطرت وویل، طالبان به اجازه ور نه کړي چې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر وړاندي عملیات وکړي.

د طالبانو لوی درستیز وویل: «پاکستان باید په مکرر ډول د خپلي کمزورۍ تورونه پر افغانستان ونه لګوي او موږ د پاکستان دا ادعا په مطلق ډول ردوو. ټي ټي پي له دې ځایه تمویل او تجهیز کیږي نه.»

خود پاکستان په بلوچستان کې د وسله والو د وړمې ورځې له پرله پسې بریدونو چې له ۷۰ ډیر کسان په کې ووژل شول یوه ورځ وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل، چې دوی په دې بریدونو کې د بهرنیو کسانو د لاس لرلو شواهد لري.

د داعش شتون

د طالبانو دغه جګپوړي پوځي چارواکي په افغانستان کې د داعش د موجودیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې داعش د افغانستان په هيڅ ځای کې نشته.

هغه وویل، که څه هم داعش په ځینو سیمو کې تخریبي عملیات کوي؛ خو په افغانستان کې نشته او ښايي د بل چا په سېمو کې وي.

هغه زیاته کړه: «داعش بشپړ ختم شوی او په افغانستان کې هیڅ نشته او په افغانستان کې د داعش شتون یوازې تور دی او هیڅ اساس نلري.»

د طالبانو لوى درستيز يو ځل بيا د پخواني پوځ د چورلکو او پوځي الوتکو په اړه د ازبکستان او امريکا تر منځ پر تړون اعتراض وکړ او ويې ويل: «امريکايان له سمندر څخه اوبه نه ورکوي.»

فطرت وويل، چې دا الوتکې د طالبانو دي او د لاسته راوړلو لپاره به يې له هرې ممکنې لارې کار واخلي.

هغه له ازبکستانه وغوښتل، چې دا ډول معامله ونه مني.

د طالبانو پوځي کسان

دغه طالب چارواکي هم د طالبانو د دفاع وزارت د تشکيلاتو په اړه په خبري غونډه کې وویل، چې دوی کلنۍ تشکيلاتي ارزونه لري او د پوځ د سرتېرو شمېر له سلو زرو پيل او اوس يې شمېر ۱۸۰ زرو ته رسېدلی دی.

نوموړي وویل، چې د اړتیا په صورت کې به د طالبانو د پوځ شمېر تر ۲۰۰ زرو زیات شي.

فطرت زياته کړه، چې د اړتيا له مخې به د دې ډلې د پوځ پرسونل هر کال زيات کړي.

نور خبرونه

رادیو