د بښنې نړۍوال سازمان: د طالبانو وروستی توشیح شوی قانون په بشري حقونو یو «وحشیانه» برید دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف وروستی توشیح شوی قانون په بشري حقونو یو «وحشیانه» برید دی او باید ژر تر ژره لغوه شي.

دغه سازمان په اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ښځې او نجونې لا د مخه د طالبانو په واکمنۍ کې د نه زغملو وړ محدودیتونو او د دوی د حقونو تروړلو سره مخامخې وې چې د دوی د ژوند ټول اړخونه یې اغېزمن کړي دي.
دغه سازمان زیاته کړې، دغه قانون د امربالمعروف محتسبینو ته دا واک ورکوي چې د دوی د "اخلاقي اصولو” څخه سرغړوونکي وګواښي او هغوی بندیان کړي.
دغه سازمان له طالبانو غوښتي، چې دوی دې د اوسنیو واکمنانو په توګه د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان ټولې ژمنې پوره کړي.
د بخښنې نړۍوال سازمان د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې کاږلي، چې په افغانستان کې د دغه قانون په زیاتېدو سره سخت بندیزونه، نیونې، جبري ورکېدل، ربړونې او نورو ناوړه چلندونو سره کېدای شي چې د روم د قانون له مخې د بشریت ضد جنایت او جنسیتي اپارتاید يه توګه وڅېړل شي.
دغه قانون چې تېره اونۍ تصویب شو په کې راغلي، چې په افغانستان کې د موسیقۍ غږول، له محرم او حجاب پرته د ښځو لېږدول او په موټرو کې له نارینه و سره د ښځو پر سفر بندیز لګېدلی دی.
دغه قانون او په دې کې راغلیو نویو بندیزونو په نړۍواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د دغه قانون په غبرګون کې افغان ښځینه فعالانو د "د ښځې غږ عورت نه دی" تر نامه لاندې یو کمپاین پیل کړی او پر افغان ښځو یې د طالبانو د نویو بندیزونو پر وړاندې د اقدام غوښتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو