د طالبانو دفاع وزارت وایي، د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته د ملکي تلفاتو ګراف صفر ته ټيټ شوی

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

د طالبانو د ملي دفاع وزارت مسوولینو نن چهارشنبه (د وږي ۷مه) په رسنیو مرکز کې د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د دغه وزارت د لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د دغه وزارت چارواکو ویلي، چې د دوی تر واکمنېدو ورووسته په ټول هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی، محاربوي فعالیتونه کم شوي او د ملکي تلفاتو ګراف هم صفر ته راښکته شوی دی.
خو شنونکي بیا وایي، چې د تېر حکومت پرمهال همدې ډلې د خپلو پراخو بریدونو او جګړو له امله امنیت ګډ وډ کړی و.
د دغه وزارت چارواکو زیاته کړه، چې له ارزښتونو او حاکمیت څخه ساتنه، د امنیت ټینګښت او د قانون له تنفیذ څخه ملاتړ، له کورنیو بنسټونو او نورو وزارتونو سره همکاري، بېړنیو حالتو کې له خلکو سره مرسته، له امنیتي او دفاعي ارګانونو سره همغږي او همکاري د ملي دفاع وزارت له اساسي دندو او لومړیتوبونو څخه دي.
دغو طالب چارواکو د خپلو خبرو په دوام وویل، چې د هېواد له سرحدونو د ساتنې او د امنیتي پېښو د مخینوي په موخه یې په اړینو ځایونو کې ګڼ کنډکونه، بېزونه او امنیتي پوستې جوړې کړې دي؛ خو د دغو ځایونو نوم یې نه دی اخیستی.
دغو چارواکو وړاندې وویل، چې په تېر یوه کال کې د دوی د پوځ له‌خوا ۸۱۳ زره او ۳۵۲ اوپراسیوني فعالیتونه تر سره شوي، چې په ترڅ کې یې ۵۸۸ میله سپکې او ۶۰ میله درنې وسلې، ۱۵۱۵ کیوګرامه چاودېدونکي توکي، ۲۳۹ لاسي بمونه او زیاته اندازه مهمات، ۴۴ مخابرې، ۴۰ دوربینونه، ۳۸۶ وسایط او ۱۹۸۲ موټرسایکلونه کشف او ضبط شوي او ۱۳۸۳ ماینونه شنډ شوي دي؛ خو په دې تړاو یې زیات مالومات شریک نه کړل.
خو دغو چارواکو دا و نه ویل، چې لا هم د هېواد فضا د دوی په واک کې نه ده، هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې د بې پیلوټه الوتکو د الوتنو په اړه ګڼ راپورونه خپرېږي.
تر دې وړاندې د طالبانود د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد هم په یو شمېر هېوادونو په تېره بیا پر ځینو ګاونډیو هېوادونو نیوکې کړې وې، چې د هغوی له لارې د دوی له هوايي حریم څخه سرغړونې کېږي؛ خو نوموړي د کوم هېواد نوم نه و اخیستی.

نور خبرونه

رادیو