د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د اېم پاکس ناروغۍ د خپرېدا خبر رد کړ

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

په کابل او پکتیا ولایتونو کې په اېم پاکس د دوو ماشومانو د اخته کېدو له راپورونو وروسته، د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د خپرېدا خبر رد کړ.

دغه سازمان افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د راپور شویو قضیو د اخیستل شویو بېلګو پایلې منفي راووتې.
د سې شنبې په ورځ ځینو روغتیایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د اېم پاکس دوه پېښې یې ثبتې کړې دي.
دغو سرچبنو ویلي، چې په دغه ناروغۍ اخته دوه ماشومان د پکتیا او د کابل د فرزې ولسوالۍ دي او اوس‌مهال د وزیر اکبرخان په اېندرا ګاندي روغتون کې بستر دي.
طالب چارواکو تر دې دمه په افغانستان کې په اېم پاکس ناروغۍ د قضیو د ثبتېدو يه اړه څه نه دي ویلي.
اېم پاکس چې د بېزو په چیچک یا تڼاکو هم مشهوره ده، یوه وژونکې ناروغي ده چې تېر کال په کانګو جمهوریت کې خپره شوه.
د دغه هېواد دولت ویلي، چې تراوسه ۲۷زره کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي او ۱۱۰۰ نور بیا مړه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو