د پاکستان لومړي وزیر بلوچستان کې د ټیکاو لپاره د هر ډول امکاناتو د کارولو لارښوونه وکړه

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

د پاکستان لومړي وزیر د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر او د بلوچستان له سروزیر سره خبرو کې د دې صوبې د ټیکاو لپاره د هر ډول امکاناتو د کارولو لارښوونه وکړه.

شهباز شریف بلوچستان کې د تېرې دوشنبې له بریدونو یوه ورځ وروسته له محسن نقوي او سرفراز بګټي سره په لیدنه کې دا خبره کړې ده.

د پاکستان راډیو د راپور له مخې، په دې غونډه کې د بلوچستان سروزیر میر سرفراز بګټي د دې صوبې پر امنیتي او عمومي حالت خبرې وکړې.

په دې خبرو کې شهباز شریف وویل، په بلوچستان کې بریدونه هیڅ ډول توجیه نه لري.

هغه زیاته کړه چې د دې برید عاملان باید وپېژندل او په سزا ور سول شي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، دا بریدونه هم په بلوچستان کې د چین په همکارۍ د پرمختیايي پروژو د مخنیوي لپاره شوي دي.

ښاغلي شریف کابینې ته په وینا کې دا هم وویل، چې له «ترهګرو» سره به نرمښت ونه کړي.

پر افغانستان تور لګول

شهباز شریف د کورنیو چارو او د بلوچستان سروزیر سره ناسته کې

هغه یو ځل بیا تور ولګاوه چې وسلوال په افغانستان کې د دې صوبې پرضد هم فعالیت کوي.

پاکستاني چارواکي له ورته بریدونو وروسته ګوته هند او افغانستان ته نیستي، خو مقابل لوري تل دا تورونه ردوي.

امریکا او چین بلوچستان کې دا بریدونه غندلي او له پاکستان سره یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

بلوڅ بېلتونپالو تېره دوشنبه د بلوچستان د موساخېل او بولان په ګډون تر لسو ډېرو ضلعو کې د پوليسو پر مرکزونو، د اورګاډي پر لیکو او د لویو لارو پر ګاډو بریدونه وکړل، چې پخوا یې ساری نه دی لیدل شوی.

بلوڅ بېلتونپالو هغه پټلۍ هم پرې کړه چې بلوچستان له سیند او پنجاب سره نښلوي

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، چې په دغو بریدونو کې تر شپېتو ډېر کسان وژل شوي، خو رویټرز په تازه راپور کې وايي، چې ۷۳ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، د وسلوالو له بریدونو وروسته په نښتو کې ۱۴ امنیتي ځواکونه او ۲۱ وسله وال وژل شوي دي.

په وژل شویو کې لس د پوځ سرتېري او څلور د نورو امنیتي ادارو کسان دي.

د دې بریدونو مسوولیت بلوڅ ازادیپال پوځ منلی دی.

دا بریدونه د بلوڅانو د سیاسي مشر نواب محمد اکبر بګټي له ۱۸ تلین سره سم شوي دي.

نوموړی پر ۲۰۰۶ کال د پوځ په عملیاتو کې ووژل شو.

نور خبرونه

رادیو