د جمهوري غوښتونکو مېرمنو شبکه: د امربالمعروف قانون له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

د جمهوري غوښتونکو مېرمنو شبکه د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون په غبرګون کې وایي، چې دغه قانون له نړۍوالو قوانینو او قضایاو سره په ټکر کې دی.

دغې شبکې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نړۍوال قانون دا په ډاګه کوي چې د ملي ګټو په اړه د دولتونو حیاتي مسایل باید د نړۍوال قانون له حکم سره سمون ولري.
دغه شبکه وایي، د طالبانو ډله تر هغه حده نه ده رسېدلې چې له نړۍوالو قوانینو او ژمنو یو څه درک او پوهه ولري او له دغو خبرو څخه د په څنګ تېرېدلو لپاره «اسلامي شریعت» د پلمې په توګه کاروي.
خبرپاڼه زیاتوي:« د دغه قانون ترټولو مهم ټکي هماغه د ښځو پر ضد بندیزونه دي، چې له مخې یې د ښځې غږ عورت بلل شوی او د ښځو سپیڅلې څېره یې فتنه ګڼلې ده؛ خو افغان مېرمنو هم په دې برخه کې خپل غږ په لوړه کچه اوچت کړی دی.»
د دغې خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي:« له هغه مهاله چې دغه قانون خپور شو، د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې زړورو افغان مېرمنو د ترانو ویلو او زمزمو سره خپل غږ تر ټولو ورساوه.»
له بل پلوه د بښنې نړۍوال سازمان هم وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف وروستی توشیح شوی قانون په بشري حقونو یو وحشیانه برید دی او باید ژر تر ژره لغوه شي.
دغه قانون چې تېره اونۍ تصویب شو په کې راغلي، چې په افغانستان کې د موسیقۍ غږول، له محرم او حجاب پرته د ښځو لېږدول او په موټرو کې له نارینه‌و سره د ښځو پر سفر بندیز لګېدلی دی.
دغه قانون او په دې کې راغلیو نویو بندیزونو په نړۍواله کچه پراخه غبرګونونه راپارولي دي.

نور خبرونه

رادیو