په ټول خیبرپښتوخوا ایالت کې سوداګرو د لوړو مالیو له امله کاربندیز کړی

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

پاکستاني رسنۍ وايي، د خیبرپښتونخوا د سوداګرو ټولنو د دوشنبې په ورځ اعلان کړی وو، چې د چارشنبې په ورځ (اګسټ ۲۸) به د حکومت لخوا پر بیلابېلو برخو د لوړې مالیې لګولو په ضد په ټوله صوبه کې کاربندیز کوي او له سوداګرو یې غوښتي چې سړکونو ته راووځي.

د خیبرپښتونخوا په مانسهره کې د سوداګرو د دوو لویو ادارو یو مرکزي مشر هارون الرشید یوې خبري غونډې ته ویلي، چې «د پاکستان حکومت د زیاتو مالیاتو په لګولو سره نازک ټولنیز اقتصادي حالت نور هم خراب کړی دی.»
ښاغلی رشید وړاندې وايي، چې دوی په ځلونو د فدرالي حکومت له مشرتابه سره د لوړو مالیو موضوع راپورته کړې، او غوښتنه یې ترې کړې چې پر سوداګرو لوړې مالیې بیرته لرې کړي، خو وايي هیڅ ګټه یې نه ده کړې.
هغه وايي، «سوداګرو له دې وړاندې هم بېلابېلې مالیې ورکولې، خو د نویو نورو مالیو لګول به دوی نور هم د دیوال سیوري ته کینوي.»
په همدې حال کې د سوداګرو د ټولنې یوه بل مشر حاجي شاهد وويل، خلک د پيسو د نړۍوال صندوق له خوا د لګول شويو تګلارو له امله ځورېږي او نورې مالیې په ځان نه شي منلی.
د خیبرپښتونخوا په لوی دیر کې هم د سوداګرو ټولنې نن چهارشنبه د لوړو مالیو لګولو او د برېښنا بیلونو زیاتیدو پر ضد بشپړ کاربندیز کړی دی.
سوداګر وايي: «د پاکستان حکومت لوړې مالیې لګولې او تعرفې يې بيخي زياتې کړې دي. موږ دا نه شو پوره کولای او له حکومته غواړو چې بیرته دغه مالیې لرې کړي.»
له ځايي خبريالانو سره په خبرو کې د تيمرګرې د سوداکرو ټولنې مشر حاجي انورالدين وويل چې د «سوداګرو ټولنه په ملاکنډ کې لوړې مالیې نه مني.»
دوی وویل چې د سوداګرو مرکزي اتحادیې نن د اګست ۲۸مه په ټول پاکستان کې د بشپړ کاربندیز اعلان کړی، چې د لوی دیر سوداګرو د دې غوښتنې ملاتړ وکړ او بشپړ کاربندیز یې وکړ.
د پاکستان مرکزي حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د لوړو مالیو لګولو په اړه ویلي و، چې دغه کار پر پاکستان د نړۍوالو پورونو د سود پوره کولو لپاره کوي.

نور خبرونه

رادیو