مولوي کبير له لوبغاړو وغوښتل، چې ديني ارزښتونه مراعت او د دوی پيغام بهرنیانو ته ورسوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستيال د فوټبال د ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبغاړو سره په ليدنه کې له هغوی غوښتي، چې «ديني او ملي ارزښتونو» ته لومړيتوب ورکړي.

مولوي کبير د مرکزي اسیا فوټبال سياليو کې د افغان لوبډلې بريا ستايلې او غوښتنه يې کړې، چې پر نړۍوالو ميدانونو دې د دوی پيغام وړاندې کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د چهار شنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی سياسي مرستیال مولوی عبدالکبير د بدنې روزنې له مسوولینو او د افغان ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال لوبډلې له لوبغاړو سره کتلي او د مرکزي اسيا (کافا) جام سياليو کې يې د افغان لوبډلې د اتلولۍ ستاينه کړې

په اعلاميه کې د مولوي کبير له قوله لیکل شوي، چې دوی د لوبغاړو بشپړ ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې: « د لوبو په برخه کې د افغانانو بریاوې د اسلامي امارت د ملاتړ او غوره رهبرۍ له امله دي.»

نوموړي په داسي حال کې له لوبغاړو او لوبو ملاتړ اعلان کړې، چې تېره ورځ د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د نوي قانون له مخې په افغانستان کې د سوک وهنې پر ازادو سیالیو یا فري فايټ بنديز ولګول شو.

د طالبانو په دغه مکتوب کې دغه سيالۍ د دوی د خوښې «اسلامي شریعت» سره په ټکر کې بلل شوې وې.

طالبانو په خپله درې کلنه واکمنۍ کې د ورزش په خاص ډول د فوټبال او کرېکټ لوبغاړو ته په شفاهي ډول د «شريعت د عملي کولو» سپارښتنې کړي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې المنکر محتسبانو په ولایتونو کې د فوټبال له لوبغاړو هم غوښتي، چې ږيري پرېږدی او هم د لوبو پرمهال داسي لباس واغوندي، چې ټول بدن یې پټ وي.

نور خبرونه

رادیو