په پنجاب او بلوچستان کې د زورورو ورښتونو له امله د ۴ ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

په پنجاب کې د وروستیو ورښتونو په ترڅ کې په بېلابېلو پېښو کې ۴ کسان مړه او ۹ تنه نور ژوبل شوي دي.
ورته مهال د هواپوهنې ادارې راتلونکې ۳۶ څخه تر ۴۸ ساعتونو پورې په دغې صوبه کې د نورو بارانونو د ورېدو اټکل هم کړی دی.

تر دې یوه اونۍ وړاندې په پنجاب کې د طبیعي پېښو ادارې ویلي و، چې په پنجاب کې د هغه مهال ورښتونو له امله ۸۴ تنه مړه او ۲۲۴ نور ټپیان شوي وو.
له بل پلوه په ملتان کې توپاني باران ٤٨ کلن ريکارډ مات کړى، چې په دوو ساعتونو کې ۱۴۷ ملي مټره باران ورېدلی دی.
په خيبرپښتونخوا او د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې هم سخت بارانونه ورېدلي، چې د لوبو پرمهال یې په ډنډ شویو اوبو کې څلور ماشومان ډوب کړي دي.
تر دې پنځه ورځې وړاندې په کوټه کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په بلوچستان کې د جون له اوومې راهیسې د بارانونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه راپور خپور کړی و.
د دغې ادارې د مالوماتو له مخې، په بلوچستان کې د بارانونو له کبله په تېرو دوه نيمو مياشتو کې ۲۹ کسان مړه شوي، چې په مړو شویو کې ۱۵ نارينه، ۱۳ ماشومان او يوه ښځه شامله ده.

نور خبرونه

رادیو