پاکستاني رسنۍ: پنجاب کې سوالګري جرم وګڼل شوه، سوالګر به جریمه او زنداني کیږي

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

د پاکستان پنجاب حکومت په ښارونو کې سوالګري جرم ګڼلې او ویلي یې دي، چې سوالګر به جریمه او زنداني کوي.
د پنجاب حکومت د سوالګرۍ ضد قانون کې بدلون راوستی، چې له مخې به یې سوالګري جرم ګڼل کیږي او په محکمه کې یې ضمانت هم نه منل کیږي.

دا مهال په پاکستان کې سلګونه زره سوالګر په ښارونو کې له خلکو په سوال روپۍ ټولوي او دغه یې ورځنی کار ګرځیدلی.
د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د سوالګرو د بانډونو په مشرانو باندې کړۍ تنګه کړې، او د پنجاب صوبايي کابینې د سوالګرۍ ضد قانون کې له بدلون وروسته د سوالګرو مافیا پر ضد نور بندیزونه هم سخت کړي دي.
په دغه قانون کې د نويو بدلونونو له مخې، هغه څوک چې له یو کس څخه په سوال روپۍ غواړي، درې کاله زندان او له یو څخه تر درې لکو پاکستاني کلدارو پورې جریمه کیږي، او یا به دواړه سزاوې ورکړل کیږي، د جریمې د نه ورکولو په صورت کې به سزا شپږ میاشتې نوره هم لوړیږي.
هغه څوک چې له یو څخه زیاتو کسانو څخه په سوال پیسې غواړي، له درې څخه تر پنځو کلونو بند او له درې څخه تر پنځو لکو کلدارو پورې جریمه کیږي او یا به دواړه سزاوې ورکړل کیږي.
په دغه قانون کې راغلي، د سوالګرۍ د بانډونو مشران چې ماشومان د سوالګرۍ لپاره ګوماري له پنځو څخه تر اوو کلونو زندان او له پنځو څخه تر اوو لکو کلدارو پورې به جریمه کیږي.

په سعودي عربستان کې د حج پر مهال هر کال په سلګونو پاکستاني سوالګر نیول کیږي او تر څه مودې بند وروسته پاکستان ته شړل کیږي.
د سوالګرۍ ضد قانون کې دا هم راغلي، هغه څوک چې په جبري ډول یو ماشوم یا لوی کس معیوب کړي او سوالګري پرې کوي، له اوو تر ۱۰ کالو زندان او له یو میلیون څخه تر دوو میلیونو پورې جریمه کیږي.
که چېرې محکوم شوی کس خپل جرم تکرار کړي، سزا او جریمه چې په فرمان کې ورکړل شوې دوه برابره کېږي. د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د مسلکي سوالګرو او د هغوی د بانډونو د مشرانو د نیولو لپاره ګامونه اخیستل کیږي. چې په دې سره به د سوالګرۍ د داسې کاروبار مخه ونیسي.
پاکستان کې دا مهال سوالګري یو بل هغه نا قانونه کاروبار دی چې لوی بانډونه، بېوزله ماشومان او عمر خوړلي سړي او ښځې په سړګونو او له ګڼې ګوڼې په ډکو ځایونو کې د سوال لپاره کینوي او په هغوی روپۍ راټولوي، د دغو بانډونو مشران له هر سوالګر سره د ورځې د مزدورۍ خبره کوي چې که هغه هر څو ډېرې روپۍ هم راټولې کړي نو هغه ټاکلې روپۍ ترې ورکوي او نورې ځانته اخلي.

نور خبرونه

رادیو