له خیبرپښتونخوا وروسته په اسلام اباد کې هم د لوړو مالیو له امله سوداګرو کاربندیز پیل کړ

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند په اېکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې، چې په کې د اسلام اباد په بېلابېلو سیمو کې تړلې هټۍ او مارکېټونه ښکاري.
له بل پلوه تېره شپه د راولپنډۍ په لویو مارکېټونو او بازارونو کې هم د کاربندیز خبرتیاوې خپرې شوې وې.

دغه ګوند د لوی دېر د یوې سیمې انځور هم خپور کړی، چې په کې ټولې هټۍ تړلې دي.
تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، چې د خیبرپښتونخوا د سوداګرو ټولنو د دوشنبې په ورځ اعلان کړی و چې د چهارشنبې په ورځ (د اګسټ په ۲۸مه) به د لوړې مالیې پر ضد په ټوله صوبه کې کاربندیز کوي او له نورو سوداګرو یې هم غوښتي و چې سړکونو ته راووځي.
د پاکستان مرکزي حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې د لوړو مالیو لګولو په اړه ویلي و، چې دغه کار پر پاکستان د نړۍوالو پورونو د سود پوره کولو لپاره کوي.

نور خبرونه

رادیو