ایرانی چارواکی: د ایران او افغانستان تېل د مافیا لاس ته لوېدلي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي اقتصادي سلاکار محمد مهدي جوانمرد قصاب وايي، افغانستان ته د تېلو په لېږد کې «مافیا» لاس لري.
هغه وايي چې ایران او افغانستان دواړه د «مافیا» له لوري څنډې ته شوي دي.

په تېرو میاشتو کې، طالبانو د ایران د تېلو یو زیات شمیر ټانکرونه «بې کیفیته» بللي وو، او بیرته یې ورګرځولي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، محمد مهدي جوانمرد قصاب ویلي: «موږ له عراق څخه د ماهیرود په پوله کې د ټرانزیټي توکو یوه زیرمه لرو، ځکه چې تېل بې کیفیته دي او افغان سوداګر یې اخلي.»
د هغه په وينا، له دې امله چې عراق د افغانستان لاريو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي، نو له ايراني لاريو کار اخلي.
هغه څرګنده کړه چې دغه سوداګر نه شي کولى خپل بار په ايران کې تش کړي، نو له همدې امله غواړي چې په هر ډول ممکنه توګه خپل بار تش کړي.
د طالبانو د سټنډرډ ادارې له سوداګرو غوښتي چې افغانستان ته د بې کيفيته نفتي توکو له واردولو ډډه وکړي.
پټرول او ډیزل افغانستان ته د ایران تر ټولو مهم صادراتي توکي دي.

نور خبرونه

رادیو