طالبان: په شمالي ولایتونو کې د ډبرو سکرو له زرو ډېر کانونه شته

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

په بغلان کې د طالبانو د شمال د ډبرو سکرو دولتي تصدۍ رییس وايي په شمالي دولایتونو کې د ډبرو سکرو یو زرو ۲۸ کانونه شته، چې اوس مهال په ۳۳ کانونو کې د استخراج چارې روانې دي.

عبدالله حامد زیاتوي چې په دغو ولایتونو د ډبرو سکرو په کانونو کې «شل زره کسان کار کوي.»

د طالبانو تر واک لاندې د باختر دولتي خبري اژانس د ښاغلي حامد له قوله لیکلي، چې دغه ۳۳ کانونه د دولتي تصدۍ له لوري په فني او تخنیکي ډول استخراجېږي.

له بلې خوا د طالبانو تر واک لاندې شریعت غږ ورځپاڼې په خپله وېپ پاڼه کې د عبدالله حامد له قوله لیکلي، چې دغه تصدۍ د غوایي میاشتې له ۱۷مې د زمري تر ۱۵مې پورې د ډبرو سکرو د پلور له لارې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي.

پر طالبانو بیا بیا نیوکې کېږي چې د افغانستان کانونه استخراجوي، خو د لاسه راغلې شتمنۍ د مصرف په هکله چا ته حساب نه و رکوي.

نور خبرونه

رادیو