د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، بادونو، دوړو، برېښنا او سېلابونو اټکل کړی دی.

دغې ادارې په خپل اټکل کې ويلي، چې د وږي په ۷مه نېټه به په دې ولایتونو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.

د طالبانو هوا پېژندنې ادارې د سې شنبې په ورځ خلکو ته په يوې خبرتيا کې ویلي، چې سبا ته په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، میدان وردګ، غزني، پکتيا، پکتيکا او خوست ولایتونو کې د بارانو او سېلابونو اټکل شوی.

د طالبانو په دې اعلامیه کې راغلي، چې د سالنګونو په ګډون په شمال ختيځو، شمالي، سوېلي، ختيځو او مرکزي ولایتونو کې هم د بادونو، دوړو او خاورو د پېښېدو اټکل شته.

د دوی د معلوماتو له مخې؛ په بېلا بېلو سېمو کې به د باد د سرعت کچه په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره وي.

طالبانو ويالو او سیندونو ته نږدې اوسېدونکو ته خبر ورکړی، چې مخکې له مخکې دې خپل لومړني تدابير ونيسي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو ورځو کې د کابل په لوېديځ او يو شمېر ولايتونو کې د سختو اورښتونو په پایله کې سېلابونه راوتلي، چې یو شمېر د استوګنې کورونه یې ویجاړ کړي وو.

د کابل د دشت برچي اوسېدونکو د سېلابونو د راوتلو او د خلکو کورونو ته د ور اوښتو زيانونو د ويډيو په لېږلو سره افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې تر اوسه یې د طالبانو له پېښو سره د مبارزې وزارت له چارواکو هېڅ مرسته نه ده تر لاسه کړې.

نور خبرونه

رادیو