د یوناما مشره له کندهار وروسته هلمند ته تللې ده

په هلمند کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې روزا اوتنبایوا تېره ورځ هلمند ته ورغلې او د هلمند د والي له مرستیال سره یې کتلي دي.

نوموړې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له لوري د نوي قانون تر توشیح وروسته دوه ورځې مخکې کندهار ته هم تللې وه.

په هلمند کې د طالبانو د والي د دفتر رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې ویل شوي، چې په افغانستان کې د یوناما مشرې په هلمند کې د طالبانو د والي له مرستیال محمد نبي حماس سره لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د مېرمن روزا اوتنبایوا او په هلمند کې د چارواکو خبرې د کوکنارو د بدیل کښت، په نشه د روږدو کسانو په درملنې او نورو اقتصادي او بشري مرستو راټولې وې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په هلمند کې د طالبانو د والي مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې څخه د وچکالۍ له امله د ځپل شویو هلمندیانو لپاره د مرستو غوښتنه وکړه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې کندهار او هلمند ته د سفر کولو څخه مخکې د یوې اعلاميې په خپرولو سره د طالبانو د امربالمعروف وزارت د نوي قانون په اړه اندېښنه ښودلې وه.
یوناما له طالبانو غوښتي، چې د دغه قانون د ځینو مادو په اړه دې وضاحت ورکړي.
تېره ورځ سرچینو افغانستان ـ انټرنشنل ته ویلي و، مېرمن روزا اوتنبایوا غوښتل چې په کندهار کې له هبت الله او یا هم هغه ته له نږدې کسانو سره د امربالمعروف د نوي قانون د توشیح او ځینو مادو د وضاحت په اړه هم وویني؛ خو طالبانو دغه غوښتنه نه وه منلې.