چین د پاکستان بلوچستان کې وروستی برید وغانده چې پکې ۷۳ کسان وژل شوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د پاکستان په بلوچستان صوبه کې وروستی برید سخت غندي او «د ترهګرۍ ضد جګړه کې به د اسلام اباد قوي ملاتړ وکړي.»

په طبیعي زېرمو بډایه بلوجستان کې دا په تېرو کلونو کې تر ټولو مرګونی برید دی چې ۷۳ کسان پکې وژل شوي دي.

چین په دغه صوبه کې اقتصادي پروژې پلې کوي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، دا بریدونه هم د دې پروژو د مخنیوي لپاره شوي دي.

ښاغلي شریف کابینې ته په وینا کې دا هم وویل، چې له «ترهګرو» سره به نرمښت ونه کړي.

هغه یو ځل بیا تور ولګاوه چې وسلوال په افغانستان کې د دې صوبې پرضد هم فعالیت کوي.

پاکستاني چارواکي له ورته بریدونو وروسته ګوته هند او افغانستان ته نیستي، خو مقابل لوري تل دا تورونه ردوي.

بلوڅ بېلتونپالو پرون د بلوچستان د موساخېل او بولان په ګډون تر لسو ډېرو ضلعو کې د پوليسو پر مرکزونو، د اورګاډي پر لیکو او د لویو لارو پر ګاډو بریدونه وکړل.

د پاکستان امنیتي چارواکو پرون وویل، چې په دغو بریدونو کې تر شپېتو ډېر کسان وژل شوي، خو رویټرز په تازه راپور کې وايي، چې ۷۳ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، د وسلوالو له بریدونو وروسته په نښتو کې ۱۴ امنیتي ځواکونه او ۲۱ وسله وال وژل شوي دي.

په وژل شویو کې لس د پوځ سرتېري او څلور د نورو امنیتي ادارو کسان دي.

د دې بریدونو مسوولیت بلوڅ ازادیپال پوځ منلی دی.

دا بریدونه د بلوڅانو د سیاسي مشر نواب محمد اکبر بګټي له ۱۸ تلین سره سم شوي دي.

نوموړی پر ۲۰۰۶ کال د پوځ په عملیاتو کې ووژل شو.

نور خبرونه

رادیو