په ايران کې د پاکستاني زيارت کوونکو د يو بس د ټکر له امله ۳ تنه مړه او ۴۸ نور ټپیان شوي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

د پاکستاني زيارت کوونکو يو بس موټر په ايران کې ټکر شوی، چې له امله يې درې تنه مړه شوي او ۴۸ نور ټپیان دي.

د ټپیانو له ډلې د ۵ تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې، پاکستاني زیارت کوونکي د اربعین (د امام حسین د څلوېښتۍ ) په مراسمو کې د ګډون لپاره د ایران له لارې عراق ته روان وو، چې تېره شپه د نیرز په ښار کې یې بس موټر له یوې لارۍ سره ټکر شو.
په مړو شویو کسانو کې موټر چلوونکی هم شامل دی.
ایراني رسنۍ وايي، پېښه د موټر د تخنیکي ستونزې او د موټر چلوونکي د کنټرول له لاسه ورکولو له امله رامنځ ته شوې ده.
تر دې وړاندې (د اګست په ۲۱مه) هم په ايران کې د پاکستاني زيارت کوونکو د بس د چپه کېدو له امله ۲۸ کسان مړه شوي وو.

نور خبرونه

رادیو