طالبان ننګرهار کې مدیرانو ته: خپلې او د ښوونکو څېرې په شریعت برابرې کړئ کنه منفک به شئ

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

په ننګرهار کې د ځینو لیسو مدیرانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، طالبانو دوی ته ویلي، «خپلې او د ښوونکو څېرې د شریعت مطابق برابرې کړئ کنه له خپلو دندو به منفک شئ. »

دوی زیاتوي طالبانو د ښوونکو او زدکوونکو لپاره د سپارښتنو کتاب هم چاپ کړی، چې راتلونکی ښوونیز کال به ووېشل شي

د ننګرهار د ځینو ښوونځیو مدیرانو نن « د وږي ۶مه» افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، دوه ورځې وړاندې طالبانو د ننګرهار ولایت مقام کې د دولتي او غیر دولتي ښوونځیو مدیرانو سره ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د طالبانو امر بالمعروف او نهې عن المنکر او د پوهنې وزارت ځینو چارواکو کډون کړی و.

سرچینې وايي طالبانو په دغه ناسته کې د ښوونځیو مدیرانو ته د امربالمعروف وزارت د نوي قانون د عملي کولو په اړه هم سپارښتنې وکړې.

طالبانو دوی ته خبرداری ورکړی دی، چې که ږېرې او خولي ونه لري او څېرې یې د دوی له خوښې سره سم د شریعت خلاف وي د ښوونځي د مدیر سره به له دندې شړل کیږي.

سرچینې وايي، په دغه ناسته کې د طالبانو لخوا د زدکوونکو د څېرې د شریعت برابرولو په اړه هم څرګندونې شوې دي او ویل شوي چې په دې اړه زدکوونکو ته لومړی عامه پوهاوی ورکړل شي.

زدکوونکو ته نوی کتاب

سرچینې زیاتوي طالبانو ورته ویلي د دې ډلې امربالمعروف او د پوهنې وزارتونو دوی ته لارښود کتاب چاپ کړی، چې د ښوونکو ترڅنګ به زدکوونکو ته هم تدریس کیږي؛ خو دا کتاب به په رسمي تقسیم اوقات کې نه وي او غیر رسمي به لوستل کیږي.

خو طالبانو د دې کتاب اړوند نور ډېر جزیات نه دي ورکړي خو نوی ښوونیز کال کې به ټولو ښوونځیو ته ورکړل شي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له لوري د « امربالمعروف او نهې عن المنکر» په نوي توشیح شوي قانون کې د يو شمېر محدوديتونو ترڅنګ په واضح توګه خلک له ږېرې خرېلو هم منع شوي دي.

نور خبرونه

رادیو