شهباز شریف: ترهګر له افغانستانه فعالیت کوي، نه له دوښمن سره خبرې کوو او نه هم نرمښت ښیوو

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

د پاکستان لومړي وزیر دویم ځل په ټينګار سره ویلي، چې ترهګر د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي.
شهباز شریف په بلوچستان ایالت کې د ملکي کسانو د وژلو په غبرګون کې وویل:« نه له دوښمن سره خبرې کوو او نه هم ورسره له نرمښته کار اخلو.»

نوموړي د کابینې غړو ته په خبرو کې همداراز زیاته کړه، چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو وخت را رسېدلی او پر وړاندې یې هر ډول اقدام ته چمتو دي.
شهباز شريف وایي، چې ترهګر غواړي د پاکستان او چين تر منځ فاصله پيدا کړي او د سي پېک پروژې مخه ونيسي.
نوموړی دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې تېره ورځ په بلوچستان کې د پوليسو پر مرکزونو، د اورګاډي پر لیکو او د لویو لارو پر ګاډو د بېلتون غوښتونکو په بریدونو او د پوځ په ځوابي ډزو کې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ ویلي، له بریدونو وروسته په نښتو کې ۱۴ امنیتي ځواکونه او ۲۱ وسله‌وال وژل شوي دي.
د پاکستاني چارواکو په خبره بیا، وسله‌والو په وروستیو بریدونو کې پر لویه لار بسونه او بار وړونکي لارۍ په نښه کړي، چې لږ تر لږه يې ۲۳ مسافر وژلي او ۳۵ موټر يې سوځولي دي.
که څه هم تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو په ځلونو ویلي، چې طالبانو د ټي‌ټي‌پي په ګډون یو شمېر ترهګرو ډلو ته په افغانستان کې امن ځایونه ورکړي؛ خو طالبانو تل دا تورونه رد کړي دي.

نور خبرونه

رادیو