طالبان: په ازبکستان کې د افغانستان اړوندو الوتکو د برخلیک په اړه هېڅ ډول معامله نه منو

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

د طالبانو دفاع وزارت وایي، چې په ازبکستان کې د افغانستان اړوندو الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هېڅ ډول معامله نه مني.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې امریکا د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري.

په خبرپاڼه کې د طالبانو د دفاع وزارت د ازبکستان له حکومته غوښتي، چې په دې برخه کې له امریکا سره له هر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي.
د طالبانو د دفاع وزارت زیاته کړې، چې ازبکستان باید د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو او چورلکو په تسلیمولو کې همکاري وکړي.
دغه وزارت تر هغه وروسته په دې اړه غبرګون ښودلی، چې امریکا او ازبکستان هوکړه کړې، چې د افغان پېلوټانو له‌خوا ازبکستان ته وړل شوې پوځي ۴۶ چورلکې او الوتکې په موقتي توګه هغه هېواد ته وسپاري.
په ازبکستان کې د امریکا سفیر ویلي، چې د افغان پوځ ۴۶ الوتکې به د ازبکستان تر څارنې لاندې پاتې شي.
په ازبکستان کې د امریکا سفیر جوناتن هینیک ازبک کوون نیوز ورځپاڼې ته ویلي، چې امریکا او ازبکستان د افغان پوځ اړوند د هغو جنګي الوتکو او پوځي چورلکو د وضعیت په اړه موافقې ته رسېدلي، چې د افغان پېلوټانو له‌خوا په ۲۰۲۱ کال کې ازبکستان ته وړل شوې وې.
د یادولو ده، چې طالب چارواکو په تېرو درېیو کلونو کې څو ځلې له ازبکستانه غوښتي و، چې دغه پوځي چورلکې او الوتکې دې دوی ته وسپاري؛ خو ازبکستاني چارواکو ویلي و، چې په دې اړه یې خبرې له امریکا سره روانې دي.

نور خبرونه

رادیو