د بشري حقونو څار سازمان: په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د غږ چوپول، کرکجنه خبره ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

د بشري حقونو څار سازمان وایي، چې افغان مېرمنو ته له دې وروسته په عامه ځایونو کې د سندرو ویلو یا خبرو کولو له امله سزاوې ورکول کېدای شي.

دغه سازمان په اېکس پاڼه د یوې افغانې نجلۍ د شعر ویلو ویډیو په خپرولو سره لیکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د غږ چوپول کرکجنه خبره ده.
دغه سازمان وایي، طالبان به اوس هغو افغان ښځو ته سزا ورکوي چې په عام محضر کې سندرې وايي او یا غږ یې له کوره بهر واورېدل شي.
دغه سازمان وړاندې کاږي، د نړۍوالو قوانینو له مخې افغانې مېرمنې د سندرو ویلو، زده‌کړو، موسیقۍ غږولو، په ازاده توګه د ګرځېدو او د خپلې خوښې جامو د اغوستلو حق لري.
دغه قانون چې تېره اونۍ تصویب شو په کې راغلي، چې په افغانستان کې د موسیقۍ غږول، له محرم او حجاب پرته د ښځو پر تګ راتګ او په موټرو کې له نارینه‌و سره د ښځو پر سفر بندیز لګېدلی دی.
دغه قانون او په دې کې راغلیو نویو بندیزونو په نړۍواله کچه پراخه غبرګونونه راپارولي دي.

نور خبرونه

رادیو