جاپان: له طالبانو غواړو، چې د افغانستان د راتلونکې لپاره د افغان ښځو او مېرمنو غږ واوري

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

په کابل کې د جاپان سفارت په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو د پرلپسې بندیزونو د لګولو له امله اندېښنه څرګنده کړې.

دغه سفارت پر اېکس پاڼه کاږلي:« موږ یو ځل بیا په افغانستان کی د ښځو او نجونو پر وړاندی د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د پرله پسې محدودیتونو له امله ژوره اندېښنه څرګندوو.»
دغه سفارت وړاندې لیکلي، چې دوی به د نړۍوالې ټولنې سره په همغږۍ کی د طالبانو له حکومته غوښتنه وکړي چې د افغانستان د راتلونکې لپاره د زده‌کړو، کارموندنې او د ګرځېدلو د ازادۍ لپاره د افغان مېرمنو او نجونو غږ واوري.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې ویلي، چې د طالبانو "د امربالمعروف او نهې عن المنکر قانون" د انساني وجدان خلاف کړنه ده.
رزماري ډیکارلو په اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه قانون تصویب به نړۍوالې ټولنې ته د افغانستان د بېرته ورتګ مخه ونیسي.
د دغه قانون له مخې، په افغانستان کې د موسیقۍ غږول، له محرم او حجاب پرته د ښځو لېږدول او په موټرو کې له نارینه‌و سره د ښځو پر سفر بندیز لګېدلی دی.
دغه قانون او په دې کې راغلیو نویو بندیزونو په نړۍواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

نور خبرونه

رادیو