سرچینې: د شمالي وزیرستان په رزمک کې یوې چاودنې درې تنه وژلي او ۱۶ ټپیان شوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۵

له شمالي وزیرستان څخه سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د رزمک په بازار کې پر یوه موټر شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې درې تنه په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

سرچینې زیاتوي چې ټپیان نږدې روغتیايي مرکز ته لیږدول شوي او د یو شمېر ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

تر اوسه پورې د چاودنې ډول نه دی څرګند خو ځینې سرچینې ځانمرګی برید بولي.

دغو سرچینو نن دوشنبه د (وږي پنځمه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې چاودنه په سیمه کې پر هغو پخوانیو طالبانو شوې چې د پاکستان حکومت ته تسلیم شوي وو، او په سیمه کې د ( ښو طالبانو یا سرېنډر طالبانو) په نوم یادیږي.

ويل کیږي، دغه ډله د پخواني تسلیم شوي قوماندان اسحاق په نامه له ټي ټي پي څخه ځانته شوې وه او نن پرې دغه برید شوی.

سرچینې وايي، په برید کې په نښه شوي طالبان له بریده روغ وتلي خو شاوخوا ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د برید مسوولیت لا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

ځايي پولیس پېښه مني خو په دې اړه نور جزیات نه ورکوي.

د پاکستان حکومت له لوري د عزم استحکام په نامه د عملیاتو تر اعلان وروسته په لوی وزیرستان کې امنیتي حالات ورځ تر بلې ترینګلي کیږي. او د وسله والو له لوري د سیمې خلکو ته ویل کیږي چې خپل کورونه پرېږدي او له سیمې کډه شي.

نور خبرونه

رادیو