پاکستاني رسنۍ: بلوچستان کې ۲۳ کسان له موټرونو ښکته کړل شوي او وژل شوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۵

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، تېره شپه د بلوچستان ایالت په موسی‌خیلو سیمه کې وسله والو کسانو ۲۳ کسان له موټرونو ښکته کړي او په ډزو یې وژلي دي.

د راپورنو له مخې د بلوچستان ـ سند ایالتونو تر منځ لاره په ډیرو سیمو کې د تګ راتګ پر مخ تړل شوی وه.

د پاکستان جیونیوز د بلوچستان د موسی‌خیلو د سیمي د پولیسو د مشر ایوب خان اڅکزي له قوله راپور ورکړی، چې تېره شپه وسله والو په یاده سیمه کې ۲۳ سورلۍ له موټرونو راښکته کړې او په ډزو یې وژلي دي.

اڅکزي ویلي، چې وسله والو کسانو د دوو ایالتونو لویه لاره تړلې وه او خلک یې له موټرونو راښکته کول او په نښه شوي کسان یې په ډزو وژل.

نوموړی زیاتوي، چې وسله والو کسانو ۱۰ موټرونه هم سوځولي دي.

په بلوچستان کې ځايي رسنیو خبرونه خپاره کړي، چې له تېرې شپې راهیسې، په کوټه، ګوادر، قلات، مستونګ، لسبېله، سبۍ او تربت کې د پاکستان پر پوځیانو بریدونه شوي دي.

د ځايي سرچینو په حواله، چې د کوټې ـ کراچې لویه لاره او د بلوچستان ایالت یو شمیر نورې لارې هم د بلوڅ وسله والو له لوري بندې شوې وې.

په ورته مهال د لارې د تړل کېدو ځینې ویډیوګانې هم خپرې شوې چې لیدل کیږي یو شمیر نظامي موټرونه هم سوځول شوي او خال خال ډزې اوریدل کیږي.

په ځينو ويډيوګانو او انځورونو کې د لویې لارې ویجاړ شوي پلونه هم ښکاري چې ویل کیږي وسله والو په بمونو الوځولي دي.

د راپورنو له مخې تېره شپه د دغو وسله والو له لوري د ډبرو سکرو په بار ۱۷ موټرونه هم سوځول شوي دي.

بل خوا بلوڅ وسله والو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په بلوچستان کې پر پاکستاني ځواکونو د ځینو بریدونو مسوولیت منلی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې بلوڅ وسله والو په بلوچستان ایالت کې د (هیروف) په نوم عملیات پیل کړي او د تیرې شپې په عملیاتو کې یې پاکستاني ځواکونو ته د مرګ ژوبلي اړولو ادعا هم کړې ده.

نور خبرونه

رادیو