د پاکستان په بلوچستان کې د بېلتون غوښتونکو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۶۰ تنو ته رسېدلی

AP ۱۴۰۳ وږی ۵

چارواکي وايي، چې په بلوچستان کې د پوليسو پر مرکزونو، د اورګاډي پر لیکو او د لویو لارو پر ګاډو د بېلتون غوښتونکو په بریدونو او د پوځ په ځوابي ډزو کې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، له بریدونو وروسته په نښتو کې ۱۴ امنیتي ځواکونه او ۲۱ وسله وال وژل شوي دي.

په وژل شویو کې لس د پوځ سرتېري او څلور پولیس دي.

دا لا معلومه نه ده، چې په دې شمېر کې هغه ۱۲ وسله وال هم شامل دي او که نه، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یې د وژل کېدو پخلی کړی.

دا په وروستیو کلونو کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو تر ټولو پراخ برید بلل کېږي، چې له څو لسیزو راهیسې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر وړاندي جنګیږي.

بلوڅ وسله وال غواړي، چې منابع لرونکې صوبه بلوچستان له پاکستانه جلا کړي.

چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، وسله والو په وروستیو بریدونو کې پر لویه لار بسونه او بار وړونکي لارې په نښه کړي، چې لږ تر لږه يې ۲۳ مسافر وژلي او ۳۵ ګاډي يې سوځولي دي.

پولیسو وویل، چې دوی د بريد سېمې ته نږدې د اورګاډي په پل باندې شپږ نامعلوم مړي موندلي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه بیان کې ویلي: «دا بریدونه په پاکستان کې د ګډوډۍ د رامنځته کولو لپاره یو مفصل پلان دی.»

د اورګاډي یوه چارواکي محمد کاشف وویل، چې د پاکستان او ایران تر منځ د اورګاډي پټلۍ او د اورګاډي یو پل چې د بلوچستان مرکز کوېټه د هېواد له نورو برخو سره نښلوي هم د وسله والو په بریدونو کې چاودیدونکو توکو سره مخ شوی.

هغه زياته کړه، چې د کوېټې د اورګاډي فعاليت ځنډول شوى دى.

په پوځي اهدافو بریدونه

د دغه چارواکي په وینا؛ له دغو بریدونو سره نږدې په بلوچستان کې وسله والو په پراخه کچه د پولیسو مرکزونه او امنیتي ځواکونه په نښه کړل، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول.

د بلوچستان بيلتون غوښتونکو ډلې (BLA) خبريالانو ته په ايميل کې په لېږلې اعلاميه کې د پوځ پر يوه لويه اډه د بريد تر څنګ د ډېرو بریدونو مسوولیت منلی.

پاکستاني چارواکو تر اوسه دا نه ده تایید کړې، چې دا بریدونه د بلوڅ بیلتون غوښتونکو کار دی.

د پولیسو لوړپوړي مشر ایوب اڅکزي رویټرز ته وویل، چې د یکشنبې په شپه وسله والو د پاکستان په تر ټولو لوی صوبې بلوچستان کې یوه لویه لاره بنده کړه، مسافر یې له موټرو څخه ښکته او د شناختي کارډونو له کتلو وروسته یې په ډزو وویشتل.

د بلوچ بيلتون غوښتونکي پوځ ویلي، چې د دوی وسله والو په ملکي جامو کې د سفر پر مهال پوځي کارکونکي په نښه کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې وژل شوي کسان ملکیان دي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې وسله وال په دغو بریدونو کې د ختیځ پنجاب ایالت کارګران په نښه کړي، چې د دوی په باور د دوی له منابعو ګټه اخلي.

دوی په تېرو وختونو کې هم هغه چينایي کارکوونکي خپل هدف ګرځولي، چې په دې ایالت کې یې کار کاوه.

چین د بلوچستان په سوېل کې د ګوادر ستراتیژیک بندر او همدارنګه د دغه ایالت په لویدیځ کې د سرو زرو او مسو کان مدیريت کوي.

د پولیسو یوه چارواکي ویلي، چې د کلات په سیمه کې په پوځي اډه کې د بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه شپږ سرتېري، درې ملکي وګړي او یو قومي مشر وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا؛ د پاکستان په سوېل کې په دوو ساحلي ښارګوټو کې د پولیسو مرکزونه هم په نښه شوي؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

بلوچستان له ایران او افغانستان سره ګډه پوله لري، چې د مساحت له پلوه د پاکستان تر ټولو لوی ایالت دی.

د بلوچ بيلتون غوښتونکی پوځ د څو بېلتون غوښتونکو ډلو تر ټولو لویه ډله ده، چې له لسیزو راهیسې د مرکزي حکومت پر وړاندي جګړه کوي.

دغې ډلې پر مرکزي حکومت تور پورې کړی، چې د بلوچستان د ګازو او نورو کانونو په ناسمه توګه ګټه پورته کوي او د دغه ایالت د خپلواکۍ غوښتونکي دي.

د برېتانیا او امریکا په ګډون یو شمېر لویدیځ هېوادونه بلوچ بيلتون غوښتونکې ډله یوه «ترهګره» ډله ګڼي.

نور خبرونه

رادیو