د ملا فاضل مدرسې کې د زهري غوښې له پېژندو وروسته طالبانو د ناپېژاندو خلکو مرسته محدوده کړه

AP ۱۴۰۳ وږی ۵

طالبانو په کندهار کې د دغه ډلې د فاع وزارت مرستيال ملا فاضل اخوند په مدرسه کې د زهرجنو غوښو له نیولو وروسته ټولو مدرسو ته خبرداری ورکړی، چې له نامعلومو کسانو او تایید پرته له چا خوراکي توکي وا نه خلي.

طالب سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې دوې ورځي وړاندې نامعلومو کسانو د کندهار ښار د اوومې ناحيې په زاړه ښار کې د طالبانو د دفاع وزارت د مرستيال ملا فاضل اخوند مدرسې ته شاوخوا ۱۸ منه د پسه غوښه د خیرات په نوم ور وړې، چې زهري مواد په کې ګډ وو.

سرچينه زياتوي، چې د مدرسې مسوولینو دغه شکمنه غوښه تر کتلو وروسته معلومه کړې، چې زهري مواد ورسره یو ځای شوي دي.

سرچینه زياتوي: «د ملا فاضل اخوند مدرسې ته چې زيات طالبان پکې دي يو کس ۱۸ منـه د پسه غوښه د مدرسې مخ ته د خيرات په نوم اېښې وه؛ خو د مدرسې مشر غوښه تر پخولو مخکې لیدلې وه، چې زهر پکې ګډ شوي وو.»

په دې مدرسه کې د سوېلي حوزې شاوخوا ۸۰۰ طالبان په ديني زده کړو بوخت دي.

که څه هم طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي؛ خو دغه ډلې په يوې خبرتيا کې له طالبانو او مدرسو له مسوولینو غوښتي: «ټول مجاهدين او د ټولو مدرسو مسوولین باید دوښمن ته متوجې شي که داسې یو کس یو څه راوړي بايد انتظار شي تر څو معلومات يې سم وشي.»

سرچینه زیاتوي، چې طالبانو په کندهار کې د ټولو مدرسو پر خوړنځایونو څار پیل کړی او د مدرسو له مسوولینو یې غوښتي، چې پر اشپزخانو ځانګړي محدودیتونه وضع کړي.

د د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل اخوند د کندهار د زاړه ښار منډيګک ماڼې ته څېرمه يوه لويه هديره او دولتي ځمکه غصب کړې او یوه ديني مدرسه او تر ۵۰ زيات دوکانونه یې پر جوړ کړي دي.

نور خبرونه

رادیو