د خوړو نړۍوال پروګرام: له یو میلیون زیاتې میندې او ماشومان به له مرستو بې برخې شي

AP ۱۴۰۳ وږی ۵

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې له یو میلیون زیاتې میندې او ماشومان به د بودجې د کموالي له امله د تغذیې له مرستو بې برخې شي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د (وږي پنځمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د مرستو کمېدو تر ټولو لوړه بیه یوازې ښځې پرې کوي.

یاد سازمان زیاتوي، چې په افغانستان کې د مرستو کمېدو دروند پېټی یوازې د ښځو پر اوږو ایښی.

د دغه سازمان له لوري د خپرو شویو معلوماتو له مخې، څلور میلیونه میندې او ماشومان لا له وړاندې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام اندېښنه ښودلې چې له بیړنۍ بودجې پرته به په افغاسنان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او میندو وضیعت نور هم په ځوړ شي.

دا په داسې حال کې د طالبانو د «امربالمعروف وزارت» د نوي قانون په اړه تېره ورځ د یوناما په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي و، چې د طالبانو له لوري پر ښځو دغه ډول بندیزونه به د افغانستان له خلکو سره پر نړۍوالو بشري مرستو هم اغېز وکړي.

نور خبرونه

رادیو