سرچینې: یو پخوانی نظامي له درېیو میاشتو راهیسې په تخار کې د طالبانو په زندان کې دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۵

سرچینې وايي، طالبانو په تخار کې د تېر حکومت یو ډګروال له درېیو میاشتو راهیسې بندي کړی دی.

دغو سرچينو ويلي، چې طالبانو امر الدين انصاري د مقاومت د جبهې د غړيتوب په تور نيولى؛ خو د انصاري د خپلوانو په وينا نوموړي له دې جبهې سره هېڅ اړيکه نه درلوده.

سرچينو د وږي په ٥مه، افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې د تېر حکومت دغه نظامي له درېيو مياشتو راهيسې په تخار کې له طالبانو سره بندي دى.

د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ طالب وسله والو امر الدين انصاري دوه ځلې مخکې هم نيولى و؛ خو د دغه پخواني نظامي پر وړاندې د کره شواهدو له نه موندلو وروسته خوشې شوى دى.

د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ ښاغلى انصاري په کابل کې اوسېږي، خو تېر کال د کار لپاره بدخشان ته تللى و او هلته طالبانو د ده او ملګرو پر موټر بريد کړى و.

سرچينې زياته کړې، چې د طالبانو په بريد کې د امر الدين انصاري يو شمېر ملګري چې پوځي سابقه يې نه درلوده وژل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ دغه پخوانى نظامي په خپله پښه د مرمۍ په لګېدو ټپي شوى دى.

د افغانستان انټرنشنل د دغه پخواني نظامي ځینې عکسونه لیدلي، چې په پښه ټپي شوی دی.

د سرچینو په وینا؛ هغه مهال طالبانو ښاغلی انصاري د هغه پر وړاندې د شواهدو د نشتوالي له امله له اته میاشتې بند وروسته خوشې کړ.

د امر الدين انصاري خپلوانو د ملي مقاومت په جبهه کې د هغه د غړيتوب تورونه "ناسم" وبلل او ويې ويل، چې تر نيول کېدو مخکې هغه د وچې مېوې په کاروبار بوخت و.

د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ نوموړى وروستی ځل درې مياشتې مخکې د وچې مېوې د پېرلو لپاره د افغانستان شمال ته تللی و او په تخار کې نيول شوى و.

سرچينې زياته کړې، چې نوموړى د طالبانو په زندان کې هم شکنجه شوى دى.

دغه پخواني پوځي افسر ته نږدې سرچينې پوښتنه کوي، چې که ښاغلي انصاري جرم نه وي کړی، نو ولې يې د درې مياشتې وړاندې ازاد شو.

دوی زیاته کړه، که طالبان فکر وکړي چې امر الدین انصاري جرم کړی دی، دوی دې د هغه دوسیه محکمې ته وړاندې کړي.

تر اوسه وسله والو طالبانو د دغه پخواني سرتېري د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال د دې ډلې له خوا د "ټولبښنې" له اعلان سره - سره د ګڼو راپورونو له مخې؛ د تېر حکومت د کارکوونکو او سرتېرو نيولو، شکنجو او له قانونه بهر وژنې دوام لري.

نور خبرونه

رادیو