د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر وايي، طالبان له داعش سره توپیر نه لري

AP ۱۴۰۳ وږی ۵

د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي د طالبانو نوی توشیح شوی قانون «شرموونکی» وباله او ویې ویل چې دا په عملي توګه په هېواد کې د ښځو زنداني کول دي.

هغه وویل، «دغه قانون وښودله چې په فکري لحاظ د داعش او طالبانو ترمنځ توپیر نه شته.»

طالبان ځانونه د حنفي فقهې پیروان ګڼي او داعش ته «خوارج» وايي. داعش سلفي ذهنیت لري. دواړه ډلې له کلونو راهیسې په افغانستان کې په جګړه بوختې دي.

طالبان په افغانستان کې د داعش د له منځه وړلو ادعا کوي. خو نړۍوال سازمانونه وايي چې داعش په افغانستان کې پياوړی شوی او د منځنۍ اسیا هېوادونو او ایران ته د ننوتلو په لټه کې دی.

علي احمد جلالي، چې د امریکا د ملي دفاعي پوهنتون استاد دی، د یکشنبې په ورځ په ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو نظریه کولی شي «ځوانان په سیمه او نړۍ کې په تاوتریخجنو سخت دریځو بدل کړي.»

د طالبانو د عدلیې وزارت د دې اوونۍ د چهارشنبه په ورځ ویلي، چې د دغې ډلې مشر د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» قانون توشیح کړی دی.

دغه قانون د طالبانو په رسمي جریده کې له یوې سریزې، څلور فصلونو او ۳۵ مادو سره خپور شوی دی.

د دغه قانون له مخې د موسیقۍ غږول، له محرم او حجاب پرته د ښځو لېږدول او په موټرو کې له نارینه وو سره د ښځو ګډ سفر منعه دی.

دغه قانون د ښځو مخ، بدن او غږ د «عورت» په توګه ګڼي او هم یې د «نامحرم» په مخ کې یې ښکاره کول جرم بولي.

د طالبانو له خوا د امربالمعروف قانون توشیح کېدو پراخ کورني او نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د امربالمعروف قانون «له ښځو سره د کرکې سل پاڼې» بللی دی.

یوناما هم ویلي چې دغه قانون به طالبانو ته دا ناشونې کړي چې له نړۍ سره اړیکې عادي کړي.

نور خبرونه

رادیو